کور / تازه خبرونه / حامدکرزی د رباني دوژل کېدو له په سبب بيرته کابل ته ستنيږي

حامدکرزی د رباني دوژل کېدو له په سبب بيرته کابل ته ستنيږي

ولسمشر حامدکرزی چي د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کي د برخي اخستني په نيت نيويارک ته تللی و د برهان الدين رباني د مړيني د خبر د اوريدلو سره سم د ملګرو ملتونو په غونډه کي تر برخي اخستني تېر سوئ او بيرته افغانستان ته ستنيږي ، دا خبره د هغه وياند حامد علمي رسنيو ته وکړه .


بله خوا د جمهوري رياست لخوا د يوې خبرپاڼي په ترڅ کي د برهان الدين رباني وژنه غندل سوې ده ، په خبرپاڼه کي راغلي چي ولسمشر حامد کرزي کابل ته له روانېدو مخکې وويل چې د استاد رباني وژل کېدل د احمد ولي کرزي، جان محمد خان، جنرال داوودو، غلام حيدر حميدي او د هېواد د نورو مشرانو د وژلو دلړۍ يوه کړۍ ده.


د يادولو وړ ده چي د حامدکرزي په دې سفر کي د امريکې ولسمشر بارک اوباما سره هم ليده کاته په پام کي و ، دا لا څرګنده نده چي دا ليده کاته سويدي کنه.


دجميعت اسلامي ګوند مشر برهان الدين رباني په ١٩٤٠ کال زېږېدلى ووو، نن د ٢٠١١ کال د سپټمبر پرشلمه نېټه په خپل کور کي ظاهراً په يوه ځانمرګي بريد کي ووژل سو .