کور / کیسه / کوڅه ډب سپى

کوڅه ډب سپى

(لنډه کيسه)


ليکوال: صادق هدايت
ژباړن: حميد فراز

قصابۍ، يوه پر چون دوکان،نانوايي، دوو قهوه خانو او يوې سلمانۍ، چې ټول د ژوندانه د ډېرو لومړنيو اړتياووپوره  کوونکي وو”ورامين” ميدانيجوړوله. ميداني او ټول خلک تر قهرجن لمر لاندې په نيم سوځلي حالت د غروب د لومړۍوږمې او شپې د سيوري په انتظار وو.


خلک، دوکانونه، ونې اوځناور ټول له کار او خوځښته لوېدلي وو، تودوخې پر ټولو خپل اغېز ښندلى و. سپکې اونرۍ دوړې د شنه آسمان پر مخ په څپو وې، چې د موټرنو په تېرېدو-راتېرېدو به لا پسې زياتېدلې.


د ميدانۍ يوه لوري ته زوړچنار ولاړ و -چې تنه يې ټوله بوسه او رژېدلې وه- خو له دې بوسوالي سره-سره يې پهډېرې بېخارۍ خپلې زړې کږې-وږې څانګې خورې کړې وې. د همدغه چنار تر دوړونو پاڼولاندې يو پراخ تخت پروت و، چې دوو هلکانو په لوړ ږغ  د کډو زُڼې او شيربرنج ورباندې پلورل.


د قهوه خانې مخې ته پهتېره شوې وياله کې ګاټه خړو اوبو په خوارۍ لار ايستله او مخ په وړاندې تللې. يوازېنۍودانۍ چې تر سترګو کېده ورامين مشهور برج و، چې نيمه ګول تنه يې ټوله چاک-چاک وهاو تېره نرى سر يې درلود. د هغه په چاکونو کې مېشتې مرغۍ هم د تودوخې له امله چوپېاو غلې وې، چُرتونه يې وهل. بس مازې د يوه سپي غپا وه، چې کله-کله به يې حاکمه چوپتياماتوله.


دا يو تورخولى سکاټلنډىسپى و، چې پر پښو يې تور-تور خالونه وو -لکه په لوشو کې چې يې ځغستلي او څاڅکې  ورباندې شوي وي-. هغه پاسته-پاسته غوږونه، ښويهلکۍ او خيرنې کوت-کوت وړۍ لرلې. په وړين مخ کې يې دوې د انسان په څېر هوښيارې سترګېځلېدې؛ د هغه په دې سترګو کې يوه انساني اروا ليدل کېده. د ژوندانه د دغه تور اوځوروونکې  پړاو پر مهال يې په سترګو کې يو بېپايه څه په څپو وو، يو پيغام يېله ځان سره درلود، چې پکې لوستل کېدلاى نه شواى، خو د سترګو په تل کې يې غلى و. دانه رڼا وه، نه رنګ و، يو بل څه و، يو بل بې باوره څه؛ بالکل داسې څه لکه د يوېټپي هوسۍ په سترګو کې چې ليدل کېږي. د هغه او انسان سترګې نه يوازې دا چې سره ورتهوې، بلکې بېخي يو شان وې. دا يو داسې دوې زهيرې، له درد، رنځ او انتظاره ډکې خړېسترګې وې، چې يوازې او يوازې يې يو لالهاند سپى درلودلاى شي.


خو داسې ښکارېدل چې د هغهدغه دردناکې او له زاريو ډکې سترګې چا نه ليدې او په کتو يې څوک نه پو هېدل. د نانوايي  مخې ته به نانواى واهه، د قصابۍ مخې ته به يې دقصاب د شاګرد د ډبرو ګوزارونه خوړل او که به يې تر کوم موټر لاندې سيوري ته پناه وړله،نو د شوفر د مېخ لرونکې بوټ درنې لغتې به يې هر کلى کاوه. کله چې به يې ټول لهځورولو څخه خواتوري کېدل، بيا به نو د شيربرنج پلورونکي وار و، چې د هغه له ځورولوڅخه به يې ځانګړى خوند اخيست.


 د هرې چيغې او هر کړُنچيپه بدل کې به يې پر ملا يوه ډبره خوړله، تر کړُنچي وروسته به د شيربرنج پلورنکيهلک کټ-کټ خندا اوچتېدله، ورته ويل به يې:


_ د بې دينه زو! ….


داسې ښکارېدل لکه نور ټولچې هم د هلک هملاسې وو، ځکه هغه به يې د دې کار له امله واهه، خو په خندا. يا پهبله وينا، په غيرمستقيمه توګه به يې لا نور هم د ده ځورولو ته هڅوى. ټولو مازې د خداىله وېرې هغه هلک رټى، کنه د دوى په نظر دا يو ډېر طبيعي کار و، چې داسې مذهب شړلىسپى دې د ثواب لپاره لا هم ووهي.


لنډه دا چې شيربرنجپلورونکي هلک دومره ملا ورته وتړله، چې آخر خوارکي سپي برج ته وتلې کوڅه خپله کړهاو وتښتېدى. يعنې په وږي نس يې په ډېرو ستونزو ويالې ته پناه يووړه. سر يې د مخ پردواړو پښو کښېښود، ژبه يې راوايستله او په مړژواندې حالت يې مخې ته د څپه وهونکېشنې کروندې ننداره پيل کړه. بدن يې ټوک-ټوک و، سر يې درد کاوه. د ويالې په سړه هواکې يې څه آرام خپل کړ.


د نيم ژواندو وښو، يوهدانه لانده-خيشته بوټ او هدارنګه نورو ژونديو او مړو شيانو بويونو يې په پزه کېتېرې خاطرې ورژوندۍ کړې. شنې کروندې ته په هر ځل کتلو به يې حيواني غريزه پارېدلهاو په مغزو کې به يې تېر يادونه يو ځل بيا ورژوندي کېدل. خو دا ځل دا احساس دومرهزورور و لکه يو چا چې په غوږ کې ټوپ وهلو او مستيو ته هڅاوه. په يو ډول افراطياحساس يې زړه وغوښتل، چې په کرونده کې منډې کړي، ټوپونه ووهي.


دا د ده يو ميراثي احساسو، ځکه ټول نيکونه يې دسکاټلنډ په شنو چمنونو او کروندو کې آزادانه لوى او پاللشوي وو. خو بدن يې دومره بې سېکه و، چې د يوه مازې خوځښت  توان يې هم نه درلود. يوه دردمن او له پښوغورځوونکي احساس راګير کړ، پخواني تېر او هېر شوي احساسات يې وروپارول. ده وړاندېبېلابېلې اړتياوې او ډول-ډول قيودات درلودل:


ځان يې اړ ګڼئ چې د څښتنله ږغ سره سم حاضر شي، تر څو کوم پردى سپى يا سړى له کوره وشړي، يا د څښتن له زوىسره لوبې وکړي. له آشنا کسانو سره څه ډول چلند وکړي، له پرديو سره څه ډول وچلېږي، پرخپل وخت خواړه وخوري، پر ټاکلي وخت د ناز هيله ولري … خو اوس يې دا ټول قيدونهله غاړې څخه ايسته شوي وو.


اوس يې ټول پام دې تهاوښتى و، چې څنګه د فقر له لارې په وېره او رېږد يوه مړۍ ډوډۍ تر لاسه کړي، ټولهورځ وهل وخوري، وغاپي او وانګولي -اوس يې يوازېنۍ دفاع همدغه څه وو-. دى وړاندې ښهزړور، بې پروا، پاک او سر لوړى و، خو اوس يو ډارن او ترټل شوى موجود ځنې جوړ شوىو. څنګ ته د هر شي په خوځېدو او د مازې ږغ په اورېدو به له ډېرې وېرې سره لړزېدى،تر دې چې له خپله ږغه به يې هم وحشت درلود. هغه نور له چټليو او وهلو-ټکولو سرهعادت شوى و. بدن يې خارش کاوه، نه يې خپل منګوړان ايسته کولاى او نه يې هم ځان ګرولاىشواى. هغه پوهېدى چې نور وروست شوى دى او يو څه پکې مړه، له منځه تللي او خاموششوي دي.


دوه ژمي کېدل چې په دې دوزخکې لوېدلى و، خو په دې دومره موده کې يې تر اوسه په ماړه نس ډوډۍ نه وه خوړلې، تر اوسهيې آرام خوب نه و کړى. شهوت او احساسات يې مړه شوي وو، تر دې دمه يې هېچا پر سر د نازاو مهر بانۍ لاس نه و تېر کړى؛ څوک نه و پيداشوى چې سترګو ته يې په غور وګوري. کهڅه هم د دې ځاى خلک يې ظاهر اً د څښتن غوندې وو، خو داسې ښکارېدل چې اخلاقو او کړنو يې د څښتن له هغو سره د ځمکې او آسمانغوندې توپير درلود. داسې ورته ايسېدل لکه هغه مخکني خلک چې يې نړۍ ته ډېر نژدې وو، دردونه او احساسات يې ښه درک کولاى او لاسنيوى يې کولاى شواى.


په هغو بويونو کې چې ترسږ مو يې رسېدل، د هلک مخې ته د پروت شيربرنج بوى هم و، چې تر ټولو ډېر يې ځوراوه.دا سپين رنګه مايع يې بېخي د مور شيدو ته ورته وه، ده ته يې د خپل ماشومتوب تېريادونه ورپه زړه کول.


ناڅاپه يو بل ډول بې سيکهحالت ورباندې راغى، ياد يې شول چې کله لا وړوکى او کوترى و د مور له تيونو به يېشيدې رودلې، مور به يې هم په پسته او نرمه ژبه بدن ورڅټئ. د ورور، مور او د هغې د شيدوتېز او توند بوى يې په پزه کې راژوندى شو.


د شيدو تر خوړلو او ښهمړېدلو وروسته به يې دروند سر د مور له تي څخه ايسته کېدى، ټول بدن به يې ښه هوسااو آرامېدى او يو ډول خوندورې تودوخې به يې په هر رګ کې منډې وهلې. وروسته به ددرانه او ژور خوب ايښمې له خونده ډک ټالونه ورکول او له ځان سره به يې بلې دنيا تهوړى. تر دې نوبل خوند چېرې و، چې بې اختياره به يې د مور تيان په چمبو کښېکښل اوله هغوى څخه به په بېخارۍ شيدې راوتلې. د مور ږغ او د ورور وړين او نرم بدن ټول يېله خوند او نازه ډک وو. هغه ته خپله پخوانۍ لرګينه کوډله ورپه زړه شوه او بيا يېله ورور سره په هغه تکه شنه باغچه کې خپلې لوبې وريادې شوې.


ورور به يې اوږده-پاستهغوږونه ورپه غاښول، لوبې به يې ورسره کولې، پرځمکه به سره لغړېدل، منډې به يې وهلې.وروسته يې يو بل ملګرى هم وموند، چې د څښتن زوى يې و. په بڼ کې به يې په هغه پسېځغستل، غپل او تر جامو به يې ټينګاوه. خو په ځانګړې توګه يې د خپل څښتن مهربانۍ،نازونه او هغه خوږې، چې د ده له لاسه يې خوړلې وې، هېڅکله نه هېرېدې. مګر د څښتنزوى تر ټولو ډېر ورباندې ګران و، ځکه هغه يې ملګرى و او دى يې هېڅکله نه وهى. مودهپس يې مور او ورور ورک شول، يوازې يې څښتن، د څښتن زوى او د هغه مېرمن له يوه بوډانوکر سره پاتې شول. د هغوى هر يوه بوى او د پښو ښکالو يې څومره، ښه پېژندله. د سهارنۍاو ماښامنۍ پر مهال به د مېز پر شاوخوا سره څرخېدى، خواړه به يې بويول او کله-کلهبه يې د څښتن مېرمنې د خپل مېړه له مخالفت سره-سره د مينې او مهربانۍ له مخې يوه مړۍوراچوله. وروسته به بوډا نوکر راتلى او نارې به يې ورته وهلې:


_ پات! … پات! ….


او بيا به يې د لرګينېکوډلې تر څنګ په يوه بېل لوښي کې خواړه ورته اچول.


د پات مستېدل د ده دبدمرغۍ لامل وګرځېدل، ځکه څښتن به يې هېڅکله نه پرېښودى چې له کوره  ووزي او په ښځينه سپيو پسې شي.


د مني په يوه ورځ يې څښتنله دوو نورو خلکو سره، چې پات پېژندل او کور ته يې وخت-ناوخته تلل-راتلل، په موټر کېکښېناست. پات ته يې هم ورږغ کړل، له ځان سره يې په موټر کې سپور کړ. پات څو ځله لهخپل څښتن سره په موټر کې سفر کړى و، خو دا ځل هغه ډېر مست او ناآرام و. تر څوساعته مزل وروسته په همدې ميداني کې پلي شول. څښتن يې له هغو نورو دوو تنو سرههمدغې برج ته تللې کوڅې ته لاړ. خو پات ناڅاپه د کومې سپۍ ځانګړي بوى -چې دى يې پهلټه و- لېونى کړ. په بېلابېلو ځايونو کې يې بوى وايست، آخر يوه بڼ ته د ويالې لهلارې ننوت.


غروب مهال يې دوه ځله د څښتنږغونه واورېدل چې ويل يې:


_ پات! … پات! ….


آيا دا په رښتيا هم د هغهږغونه وو، کنه مازې يې د هغه د ږغونو خيال ورباندې کړى و؟


که څه هم د څښتن ږغ يو بېلغوندې اغېز ورباندې کاوه، ځکه هغه ته به يې هغه ټولې دندې او ژمنتياوې -چې ځان يېد هغو له امله د دوى پوروړى ګڼى- وريادولې. خو د دې نړۍ تر ځواکونو يوه بل ستر ځواکله سپۍ سره پاتې کېدو ته اړ کړ. تر دې چې غوږونه ورته کاڼه وايسېدل اوهېڅ ږغ يې نهشواى اورېدلاى. سخت او زورور احساسات پکې راويښ شوي وو، د سپۍ بوى دومره توند اواغېز ناک و، چې دى يې پاک ګنه ګيچه کړى او سر يې سره ورڅرخولى و.


بدن يې بې سيکه شوى او ټولحواس يې بايللي وو، بېخي يې اختياره شوى و. خو ځنډ ونه شو چې د بېلچو له لاستو اولرګيو سره ورباندې راغلل او د ويالې له لارې يې له بڼ څخه وشړئ.


پات بې حاله او ستړى -خو سپکاو آرام- و، همدا چې پر هوښ راغى د څښتن په لټه شو. په کوڅه کې لا تر اوسه د هغهنرى بوى پاتې و. په ټولو ځايونو کې يې وکتل، شاوخوا يې منډې کړې، له ودانيو ووت،تر کنډوالو پورې لاړ او راغى. پات پوه شو چې څښتن يې بېرته ميدانۍ ته راستون شوىدى، خو د هغه کمزورى بوى په نورو بويونو کې ورک کېدى. آيا څښتن يې تللى او دى يېپرې ايښى و؟ د وېرې او ناآرامۍ احساس يې وکړ، له خاوند او څښتن پرته يې څنګه ژوندکولاى شواى، ځکه هغه ته خپل څښتن ډېر سخت مهم و. خو بيا هم په عين حال کې ډاډه و، چېهغه به ورپسې راشي او وبه يې پلټي. په وېره په څو واټونو کې په منډو شو … خو هڅېيې بې ګټې وې.


بالآخره د شپې بېرته ستړى-ستومانه  ميدانۍ ته راوګرځېد، د څښتن يې هېڅ درک نه و،په ودانيو کې يې څو نورې دورې هم ووهلې. آخر يو ځل بيا ويالې ته ورغى -چېرته چېسپۍ وه- خو هغه لار نور په ډبرو بنده کړل شوې وه. پات په يوې ځانګړې جذبې په خپلوچمبو د ځمکې د سورۍ کولو هڅې وکړې، تر څو بڼ ته د ننوتلو کومه لار ومومي، خو نهيلىشو.


وروسته په  هماغه ځاى کې په مات زړه پسې پرېوتى او چُرتوهل يې پيل کړل.


نيمه شپه وه چې په خپلې چېغېله خوبه راوغورځېدى. په وېره يې په څو کوڅو کې منډې کړې، ويې  غپل، دېوالونه يې بوى کړل او څه ګړى آواره اولالهانده وګرځېدى-راوګرځېدى. آخر ډېر سخت وږى شو، ميدانۍ ته په بېرته راتلو يې دډول-ډول خوراکونو بوى تر سږمو شو، د شپې د پاتې شويو غوښو، تازه ډوډۍ او تازه مستوبويونه ټول سره ګډ وو. خو دى ښه پوهېدى چې دا د نورو ملک دى، څه به تر لاسه نه شيکړلاى. اوس بايد له همدغو څښتن ته ورته خلکو څخه خير وغواړي او که چېري يې بل سيالپيدا نه شو، چې پسې ويې شړي، نو ورو-ورو به همدلته  د اوسېدو حق هم تر لاسه کړي، او ښايي د خوړو پهدغو واکمنانو کې يې کوم يو ساتنه او پالنه هم وکړي.


په احتياط، وېره او لړز دنانوايي مخې ته ورغى، چې تازه پرانيستل شوې او د پخې ډوډۍ بوى يې ټوله فضا پر سراخيستې وه. يوه سړي چې ډوډۍ يې  په غېږ کېنيولې وه، ورته وويل:


_ راشه! … راشه! ….


او د تودې ډوډۍ يوه ټوټهيې وروغورځوله.


د هغه ږغ څومره  عجيب ورته ښکاره شو!


پات هم تر لږ شک وروستهډوډۍ وخوړله او لکۍ يې ورته وخوځوله. هغه سړي ډوډۍ پر پارچال  کښېښوده، په احتياط او وېره يې پر سر لاس ورتېرکړ. بيا يې په دواړو لاسونو د پات پر غاړه راتاو شوې تسمه پرانيستله. څومره ښههوسا او سپک شو! لکه ټول مسووليتونه، قيدونه او ټولې دندې چې يې له غاړې څخه ځنې پورتهکړې وي. خو همدا چې دويم ځل يې لکۍ وخوځوله او ورنږدې شو نو يوه ټينګه لغته يې پرتشي وخوړه او په کړُنچهارې ليرې شو. وروسته هغه سړي هم خپل لاسونه پر وياله باندېښه پاک پر يولل.


تر اوسه يې هغه خپله د غاړېتسمه پېژندله، چې د نانوايي مخې ته راځوړنده وه.


پات تر هماغې ورځې وروستهله دغو خلکو څخه له ډبرې، لغتې او وهلو-ترټلو پرته نور هېڅ هم نه وو ليدلي. د وينهڅښونکو غليمانو غوندې چلند به يې ورسره کاوه او د ده له ځورلو څخه به يې خوندونهاخيستل! پات پوهېدى چې يوې داسې نوې نړۍ ته راغلى دى، چې خلک يې نه خپل ګڼي او نهيې هم په دردونو او احساساتو پوهېږي. لومړۍ څو ورځې يې په خورا ستونزو تېرې کړې،خو وروسته ورو-ورو عادي شو. د کوڅې په سر کې ښي لوري ته په لوېدلو انبارونو کې به ګرځېدى،د انبارونو په منځ کې به ځيني خوراکي شيان لکه وازګې، غوړ هډوکي، د کبانو سرونه اونور ډېر څه موندل کېدل، چې ده به نه پېژندل. هلته تر ګرځېدو-راګرځېدو وروسته به يېپاتې ټوله ورځ د نانوايي او قصابۍ مخې ته تېروله. سترګې به يې د قصاب په لاسونو کېپاتې وې، خو تر غوښو ډېر به يې وهل خوړل. هغه اوس له خپل دې نوي ژوند سره عادت شوىو… له تېر ژونده يوازې يو څو ورک او مرموز يادونه او بويونه ورپاتې وو. هر کله چېبه ډېر په تنګ او له نه زغمېدونکي حالت سره مخ شو نو بيا به يې خپل دې ورک جنت(شنې کروندې) ته تر پناه راوړلو وروسته د ډاډ او سکون احساس کاوه او بې اختياره بهيې خپله ماضي سترګو ته دورې-هورې کېده.


خو هغه څه چې دى يې ترټولو ډېر ځوروى، مينې او ناز ته يې اړتيا وه. هغه يوه داسې ماشوم ته ورته و، چېټول وخت يې وهل خوړلي او له هر چا يې ښکنځل اورېدلي وي، خو نازک احساسات يې لا مړهشوي نه وي. په تېره بيا په دغه له درد او رنځ څخه ډک مهال کې مينې ته تر پخوا او بلهر وخت ډېر اړ و. د هغه زهيرو سترګو به د مينې سوال کاوه او چمتو و چې ځان همقربان کړي که يې څوک پر سر د ناز لاس تېر کړي او مينه ورسره وکړي. هغه د اړتيا لهمخې غوښتل چې خپله مينه، مهرباني، خانتېرېدنه او وفاداري خلکو ته وښيي، خو داسېښکارېدل لکه هېچا چې يې هم د د دغو ښېګڼو د ليدو اړتيا نه ليدله. هېچا يې هملاسنيوى نه کاوه او د هر چا په سترګو کې به يې له ظلم او کرکې پرته نور څه نهلوستل … هر څه چې به يې د دغو خلکو د پام رااړونې لپاره کول، ته وا لکه د دوىغوسه او خښم چې يې نور هم پاراوه.


په وياله کې د چورت وهلوپر مهال څو ځله راپه خود شو، ځګېروى يې وکړ، لکه د وهم او ضعف شېبې چې ورباندې راتللې.ډېر سخت وږى شوى او د کباب بوى لېونى کړى و. د نه زغمېدونکې لوږې د ځور له امله يېټولې  ناتوانۍ او ټول دردونه هېر کړل، پهخورا ستونزو له ځايه پاڅېد او په احتياط يې ميدانۍ ته غځېدلې لار په خوله ور کړه.


×××××


په همدغه وخت کې په يوهموټر د دوړو خوړسکې پسې وې او په خورا لوى ږغ ورامين ميداني ته راننوت. يو سړىورڅخه پلى شو، د پات پر لوري لاړ او پر سر يې لاس ورتېر کړ. دا سړى د ده څښتن نه و،ځکه هغه د خپل څښتن بوى ډېر ښه پېژندى. خو څنګه يو څوک پيدا شو چې دى يې ونازاوه؟!


پات لکۍ وخوځوله او پهشکمن انداز يې سړي ته وکتل. آيا هغه په رښتيا هم تېروتلى نه و؟ ځکه نور خو يې پهغاړه کومه تسمه-مسمه هم نه ځړېدله، چې څوک يې د هغې لپاره ونازوي. سړي بيا پر سر لاسورتېر کړ، پات په پسې شو او حيراني يې نوره هم ډېره شوه. ځکه سړى هغې کوټې ته ننوتچې ده ډېر ښه پېژندله، له دې کوټې څخه به تل د خوړو بوى راوتى. سړى د دېوال څنګ تهپر پراته کوچ کښېناست، ده ته يې توده ډوډۍ، مستې، هګۍ او نور خواړه راوړل. سړي بههره مړۍ په مستو لړله او ده ته به يې وراچوله.


پات لومړى ژر او په بيړهخو وروسته ورو-ورو مړۍ خوړلې، خپلې له عجزه ډکې-زهيرې او ښکلې سترګې يې د مننې پهتوګه د هغه څېرې ته ځير کړې وې او لکۍ يې خوځوله.


آيا دا يې خوب ليدى، کنهويښ و او دا هرڅه رښتيا وو؟!


پات په لومړي ځل له وهلو-ټکولوپرته ښه په ماړه نس  ډوډۍ وخوړله. آيا کومنوى څښتن يې موندلى و؟!


برسېره پر دې چې سوځوونکېتودوخې ټول څه اغېزمن کړي وو، خو بيا هم سړى له ځايه پاڅېد، برج ته غځېدلې کوڅه يېپه خوله ورکړه، هلته لږ ودرېد او بېرته له کږو-وږو کوڅو څخه تېر شو. پات هم په پسېو، تر دې چې آخر له ودانيو څخه ووتل او هغې کنډوالې ته ورسېدل، چې څو دېوالونه يې لاپاتې وو او څښتن يې هم تر همدې ځايه راغلى و. ښايي دا خلک هم د خپلو مادو د بوى پهلټه وو! پات يې د دېوال څنګ ته په سيوري کې انتظار وايست او بيا له بلې لارې بېرتهميدانۍ ته ستانه شول.


سړي بيا هم پر سر لاسورتېر کړ او په ميدانۍ کې تر يو څه ګرځېدو-راګرځېدو وروسته په موټر کې -چې پاتپېژندى- کښېناست. پات موټر ته د ورختلو زړه نه کاوه، له موټر سره نژدې ناست و،ورته کتل يې.


يو ناڅاپه موټر د دوړو اوخاورو په منځ کې روان شو، پات هم له ځنډ پرته ورپسې منډه کړه. نه، نه! دا ځل يې نهغوښتل چې دا سړى له لاسه ورکړي. ستمى يې و او په بدن کې يې له درد سره-سره بيا همپه ټول توان په موټر پسې ټوپونه وهل، پسې ځغستل يې. موټر له ودانيو ووتى، نور پهدښت کې روان و. پات دوه، درې ځله ورورسېدى، خو بيا به وروسته پاتې شو. خپل ټولتوان يې راجمع کړى و او د نهيلۍ ټوپونه يې وروهل، خو موټر تر ده ډېر ګړندى روان و!هغه تېروتلى و، پر  دې برسېره چې په موټرپسې نه شواى رسېدلاى، ستړى، هلاک او ناتوانه شوى و، زړه يې ضعف کاوه. يو ناڅاپه يېحس کړل چې غړي يې مطلق له کنټروله وتلي دي او د يوه مازې حرکت توان هم نه لري. ټولېهڅې يې خوشې او بېځايه تللې وې، اصلاً نه پوهېدى چې ولې يې ځغستلي دي او چېري ځي.اوس نه د بېرته ستنېدلو و، نه د وړاندې تللو، ودرېدى. سا يې شړله او ژبه يې راوتلېوه، پر سترګو يې توره شپه وه. په ځوړند سر يې په ډېرو ستونزو ځان له واټ څخه ګوښهکړ او د يوې کروندې تر څنګ په وياله  کې پرسوځوونکو شګو باندې بې سيکه پريوتى. اوس يې نو په خپل حيواني حس -چې هېڅکله يېدوکه نه ورکوله- احساسوله چې نور به له دې ځايه ښور هم ونه خوري. سر يې دروند شوى و،احساسات او فکرونه يې له منځه تللي وو. په نس(ګېډه) کې يې سخت درد احساساوه او پهسترګو کې يې بدرنګه رڼا ځلېدله. د بدن د څړيکو او غيرارادي حرکاتو له امله يې پښېاو لاسونه ورو-ورو مړه او بې سيکه کېدل! پر ټول بدن يې سړې خولې راماتې شوې! ساړهيې احساس کړل؛ يو ډول نرم او خوندور ساړه ….


×××××


غروب مهال يې پر سر درېوږي کارغان  الوتل-راالوتل؛ د ده بوى يې لهليرې څخه تر سږمو شوى و. له هغو څخه يو په ډېر احتياط راکوز شو، نژدې کښېناست، پهغور يې ورته وکتل، همدا چې ډاډه شو چې پات لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دى مړ شوى،بېرته والوت.


دا کارغان د هغه د دووښکلو خړو او زهيرو سترګو د ايستلو په نيت راغلي وو.


پاى