ارشد خان د ((توریالی)) په نامه د فلم جوړولو اعلان وکړ
د پښتو فلمونو ځوان هدایتکار ارشد خان د ((ننګیالی)) د زبردستې کامیابۍ نه پس د پښتو نوي فلم ((توریالی)) جوړولو اعلان وکړو.
د فلم کیسه پوره شوې ده، د میوزګ ریکارډنګ یې شروع دی او دا فلم به د لوی اختر په ورځ نندارې ته وړاندې کېږي.
د دې خبرو اظهار ارشد خان رسنیو او د خپل نوم فېډرېشن کسانو ایم ایاز مردانوي، شعیب بدر، طارق انور، سجاد احمد، فاروق خان، عبدالظهور راهي، ظفر خان او حیات خان سره وکړو.
نوموړي وویل چې: زما د وړوکي اختر فلم ((ننګیالی)) د صوبه خېبر پښتونخوا نه علاوه په کراچۍ، کویټه او کابل کې هم ریکارډ ساز بزنس وکړو او د پښتو سینما په تاریخ کې یې نوی باب رقم کړو.
هغه وویل چې: لوی اختر ته به زما نوی فلم ((توریالی)) نندارې ته وړاندې کېږي چې کیسه یې پوره شوې او د میوزک ریکارډنګ یې روان دی، او شوټنګ به یې د راروانې میاشتې په اخر کې شروع کېږي. د فلم مرکزي کاسټ به شاهد خان او عاصمه لتا ترسره کوي، نور کاسټ لا نه دی اخستل شوی.
د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وویل چې د هدایتکار په طور چې ما څومره هم پښتو فلمونه جوړ او نندارې ته وړاندې کړي دي نو ټول د خلکو د خوښې مطابق دي، زما به په راتلونکي کې هم دا کوښښ وي چې د خلکو د خوښې فلمونه جوړ او ریلیز کړم.
نوموړي زیاته کړه چې زما پوره یقین دی چې څنګه اولس زما فلم ((ننګیالی)) خوښ کړو او کامیابي یې ورته په نصیب کړه نو همداسې به زما راروان فلم ((توریالی)) هم اولس خوښ او د کامیابۍ تر بامه به یې ورسوي.