سعودي ښځو ته په انتخاباتو کي د ګډون حق ورکړ

لراوبر ډاټ کام (کابل) | سپتمبر 26th, 2011


د سعودي عربستان پاچا ملک عبدالله اعلان وکړ چي د سعودي ښځي کولاى سي د ٢٠١٣ کال د شورا په انتخاباتو کي رايي ورکړي.
په سعودي کي تر دې دمخه ښځو د رايي اچوني او موټر چلولو حق نه درلودى.
پاچا عبدالله ويلي چي پر دې سربېره به ښځي د ښاروالۍ په انتخاباتو کي هم ګډون وکړي او کولاى سي چي د ښارواليو په انتخاباتو کي خپل ځانونه هم کانديد کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024