په پنجوايي کي درې نوي ښوونځي پرانستل سول
دكندهار په پنجوايي ولسوالۍ كي د درېبابه نوو ښوونځيو په بيا پراستلو سره په دېولسوالي كيي دپرانستو ښوونځيو شمېر اتو ته لوړ او دتړلو ښوونځيو شمېر پنځه ويشت ته را ټيټ سو.
دپوهني ریاست چارواکي وايي دنوي ښوونيز كال دپيل راهيسي دكندهارښار په ښوونځيو كي نظم ته ځانگړې پاملرنه او په ولسواليو كي دبندو ښوونځيو بيا پرانستلوته هم ټينگه ملا تړل سوي ده .
دكندهاردپوهني رياست اداري مرستيال محمد عوض نظري د پنجوايي ولسوالۍ دصالحانو، ماشور او چلغورد كليو دمنځني ښوونځيو دپرانستلو پرمهال وويل چي په ولسواليو كښي دښوونځيو خلاصول دقومي مشرانو دينيعالمانو او مخورو دهڅو نتيجه ده.
په تېر كال كي هم دكندهار ولايت په ځينو ولسواليو كي د همكارۍ په نوم دتدابيري پلان ترعملي كېدو ورسته يوشمېر ښوونځي پرانستل سولاو دا لړۍ لاهم دوام لري .