دملي اردو ځواکونو ٩٩ ګونۍ اومه چرس ونيول
د کندهار ولايت مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼي له مخي په کندها رکي د افغان ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو اړوند د لومړۍ لواء د عملياتو په نتيجه کي د کندهار په پنجوايې ولسوالي کي ٩٩ ګونۍ اومه چرس ونيول او همالته يې ورته اور ورته کړ.
يادچرس د پنجوايي ولسوالۍ د سپېروان په کلي کي نيول سوي او همداراز د مخالفينو لخوا ځاى پر ځاى سوي درې کړۍ ماينونه هم کشف او شنډ سول.
دپرونيو عملياتو پرمهال يو تن مشکوک وسلوال هم د ملي اردو ځواکونو لخوا نيول سوى اودا مهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندي دى.
پرون ورځ همدا راز د ملي اردو د دريمي لواء منسوبينو په ژړۍ ولسوالي کي هم عمليات کړياو پرمهال يې ٢٧ کيلو ګرامه ترياک د ملي اردو منسوبينو لاسته ورغلي دي.