بشارالاسد وایي اسرایلو ته به اور واچوي

د لراوبر اداره | اکتوبر 6th, 2011


دفارس خبري اژانس  په وینا یولوړ پوړی عرب چارواکی  وايي دهغوخبرونور جزیات یې خپاره  کړي چې دوه میاشتې وړاندې دترکيې دبهرنیوچارو وزیر احمدداؤد اوغلو  اودسوريې ولسمشر بشارالاسد ترمینځ په دمشق کې شوې وې
دترکيې دبهرنیو چارو وزیر بشارالاسدته دامریکا، سعودي عربستان اوترکيې هغه ګډ پیغام ور وړی ؤ په کوم کې چې بشارالاسدته اخطار ورکړل شوی ؤ چه ممکن ناټو ځواکونه په سوریه کې هم دلیبیا په شان عملیات ترسره کړي
ترکیه هم دغربي هیوادونو په شان له سوريې غواړي، چې په لاریون کوونکو بریدونه بس کړي، او واک لاریون کوونکوته پریږدي.
بشارالاسد داغلو په ځواب کې په سړه سینه وویل، نوولې متحده ایالات په سوریې حمله نکوي؟ اوغلو ددې پوښتنې په وړاندې چوپ پاته شو، خوبشارالاسد زیاته کړه که غربي نړۍ په سوريې حمله وکړي،ټول منځني ختيځ ته به اور ورته کړم، او امریکا په دې پوهيږي چې بشارالاسد څه وايي نوهغه عملي کوي.
په عراق کې خپرېدونکې ورځ پاڼه النحیل وايي دبشارالاسد ددغو خبرو په اوریدو سره داوغلو په رنګ تغیر راغی، اوبشارالاسد زیاته کړه:
مونږپه عراق کې دصدام حکومت په راپرځولو کې دامریکا سره ځکه مرسته ؤکړه چې هغه مو نه غوښت، او اوس موږ یو چې امریکا مو په عراق کې راګیرکړې، اسد زیاته کړه:
دایوازې شوخي ده چې له امریکا سره یې په عراق کې کوو، خوکه مونږ وغواړو چې په عراق دامریکا په زرګونو عسکر مړه کړو، داکار کولای شو، اوپه دې کې هیڅ تردید هم نه وینو.
ددغه خبرپه وینا:اسد داوغلو له څه شېپې سکوت وروسته وویل: که په دمشق باندې یو لېونی ګوزار هم وشي، زه کولای شم په دریو ساعتوکې دجولان لوړو ته په سلګونو موشک وروشړم اوپه هغه تلاویف ؤولم، او دغه راز به له حزب الله څخه وغواړم چې په اسرایلو داسې اور بل کړي چې داسرایلو استخبارات يې وړاندوینه هم نشي کولای.
دراپور په وینا اسد زیاته کړه: دغه راز به ایران دامریکا ناوونه چې په خلیج کې دي ترهدف لاندې ونیسي، اوپه نوره نړۍ کې به هم دامریکا او اروپا پورې اړوند ځایونه ترهدف لاندې راشي
النخیل زیاتوي دبشار الاسد له دې خبرو وروسته اوغلو غلی پاته شو اوداسد سره یې الله پامانی وکړ ه
ښاغلي اوغلو دبشارالاسد دغه پیغام عبدالله ګل او امریکا ته په خپل سفرکې واشنګټن ته ورساؤ
خبرزیاتوي چې عبدالله ګل هم له یوه لوړ پوړي پلاوي سره دبشارالاسد پیغام سعودي عربستان ته هم انتقال کړی.

Copyright Larawbar 2007-2024