طالبانو د امریکا لس کلنه نیونه وغندله
طالبانو پر افغانستان د امریکایی یرغل د لسمی کالیزی په مناسبت رسنیو ته یوه اعلامیه لیږلې او په هغه کی یې ویلی دي چی دغه یرغل نن وښودله چی امریکا د تروریزم سره د مقابلې په نوم هېوادونه استثمار او اشغالوی .
اعلامیه وایی چی امریکایی اشغالګرانو چی ځانونه د نړیوالي سولی علمبرداران بولی ، په تیرو لسو کالو کی ثابته کړه چی اصلأ د انسانیت په وړاندی تر ټولو ظالم او حیله ګر دی .
اعلامیه زیاتوی چی امریکایی اشغال افغان ولس د امنیت څخه محروم او په هره برخه کی سخت ځپلی دی او پر ملت یې فاسدین او اجیران حاکم کړي دي .
اعلامیه په پای کی وایی چی زموږ مقاومت هم په تیرو لسو کالو کی مضبوط او منظم سوی دی او اشغالګران مو اړیستلي چی سخت تلفات وزغمی او له هېواده د وتلو لارې چاری ولټوی او لیری نه ده چی په ناکامۍ سره به ووزی .