لوګر:عثمانيه دارالحفاظ ۵ تنو ته د فضيلت بګړۍ ور وتړلې
د روان کال د تلې د میاشتې په ۱۷ مه نیټه، د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند د عثمانیه دارالحفاظ ۵ تنوته د فضلیت دستارونه وروتړل شول .
په هغه غونډه کې چې له همدې امله د نوموړی مدرسي په انګړ کې جوړه شوی وه د پوهنې ریاست مسوولینو، قومی مخورو، دیني عالمانو، مدرسینو او طالب العلمانو ګډون کړی وو.
غونډه دقران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه ور پسي دِ غونډی ګډون والو د موضوع په اړوند خبری وکړی او حافیظانو ته یي د هیواد او خلکو ته د خدمت په موخه دعا ورکړل.
د یادونی وړ ده چی په نوموړی دارالحفاظ کی اوس مهال ۳۶۵ تنه طالب العلمان په دینی زده کړه بوخت دی چی ۱۲۰ یی نجوڼی دی.