د لوگر د سید حسین کمیدان لیسي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
دلوګر ولایت: د لوګر ولایت د مرکز پل علم اړوند د سید حسین کمیدان د نجوڼو لیسي نوې ودانۍ نن د روان کال د تلي د میاشتي په ۱۸ مه نیټه، د نوموړی ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو لخوا پرانیستل شوه .
نوموړي ودانۍ په پاخه او اساسی ډول په یو پوړکې د یوجریب ځمکي په ساحه کې د پوهنې وزارت له پراختیایی بودیجي او د نړیوال بانک په مرسته د پوهنې د ګیفیت د لوړوالی (ایکویپ) د پروګرام له لخوا د څلور میلونه افغانیو په لګښت د یوکال په موده کې جوړه شوي چې ۸ دلوست ټولګي، څلور اداری خونې، ۴تشنابه، د زده کوونکو لپاره۱۶۰ پایی میز او څوکۍ او نورې آسانتیا وی لري.