په ګډو عملياتو کي دوه وسله وال نيول سوي اويوټپي سوى
افغان ملي پوليسو او ملي اردو په کندهارښاراو ارغنداب ولسوالۍ کي ددولت دوه وسله وال مخالفينو ديوشمېر وسلو او مهماتو سرهنيولي اويوټپي کړى دى.
دملي اردو او پوليسو دهغه عملياتو په ترڅ کي چي دکندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي په ګډه ترسره کړي يوه وسله وال ديوه موټرسايکلسره نيول سوى او يوبل ټپي سوى دي.
افغان ملي پوليسو يو وسله وال تېره ورځ په کندهارښار کي ديوه جعلي پاسپورټ،نهه جلده کتابچو، يوې کامرې او دګڼو سيم کارټونوسره نيولى.
پوليسو همداشان په کندهارښار او ولسواليو کي٦١ کړۍ ماينونه، دوه پارسله امونيم ناين ټريټ هم ديوشمېر چاودېدونکو سره نيولي.
وسله والو طالبانو ددولت دغه ادعاوي نه دي تاييد کړي خو پر ايتلافي او دولتي ځواکونو د بېلابېلو بريدونو او زيانونو خبر يې ورکړی دی .