په ارغنداب کي ٢٧ محلي پوليس فارغ سول

د لراوبر اداره | اکتوبر 18th, 2011


دکندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي ٢٧ سيمه ايزپوليس ددرو اوونيو مسلکي زده کړو ورسته فارغ سول.


دارغنداب ولسوال  شاه محمداحمدي وويل ،چي ياد ٢٧ تنه سيمهيزپوليس ددې  ولسوالۍ دمنارې اومزريدکليواوسېدونکي دي او په همدې کليو کي به دامنيت دتامين په موخه ځاى پرځاى سي.


هغه زياته کړ ه(( تردې وړانديدڅونوروکليولپاره هم سيمه ايز پوليس روزل سوي وه،چي په امنيتي برخه کي يې دپام وړبدلون رامنځته کړى دى))


هغه همداشان وويل،چي دلته دامهال ددرو سو په شاوخوا کي سيمه ايز پوليس دامنيت په تامين بوخت دي او په پلان  کي ده ،چي سل تنه نور پوليس په نژدې ورځو  کي فعاليت پيل کړي.


دفارغه سووسيمه يزوپوليسوڅخه يوتن محمدرسولوويل،چي دپوليسو له قانون څخه خبر سوى او تردې وروسته به موږدخپلي سيمي امنيت په خپله ساتو.


له کندهار څخه په داسی حال کي د محلي پوليسو د فراغت خبر ورکول کيږي چي ددې ولايت په ګډون يو شمېر نورو هغو سيمو کي محلي پوليسو ته په خپل کلي او محل کي د امنيت راوستلو په نيت وسلې ورکړه سوي دي ، د سيمي د خلکو لخوا تور لګيږي چي دغه وسلې تر امنيت ډيري په په غلا او شخصي دښمنيو کي کارول کيږي.


د کارپوهانو په نظر که دولت د محلي پوليسو پر ځای ملي پوليسو ته ښه روزنه ورکړي ښايي د خلکو حقوق او امنيت د محلي پوليسو په پرتله ښه وساتي .

Copyright Larawbar 2007-2024