کور / سپورټي / په کندهار کي روان ټورنمينټ د کندهار په اتلولۍ پاى ته ورسېد

په کندهار کي روان ټورنمينټ د کندهار په اتلولۍ پاى ته ورسېد

د کندهار په احمدشاهي لوبغالي کي د کندهار ولايتي شورا د مخکيني رئيس شهيد احمدولي خان کرزي په نوم جوړ سوى ولايتي ټورنمينټ د کندهار الف منتخبي لوبډلي په اتلولي پاى ته ورسېدئ.
دا ټورنمينټ شپږ ورځي وړاندي پيل سوى و چي پکښي د کندهار الف او ب منتخبو لوبډلو ترڅنګ د فراه ولايت او پاکستان د چمن ښارګوټي منتخبو فټبال لوبډلو برخه اخستې وه.
ددې ټورنمينټ پايلوبه تېره ورځ د کندهار د الف او ب منتخبو لوبډلو ترمنځ تر سره سوه چي د يوه-يوه ګول په وهلو سره په مساوي توګه پاى ته ورسېده.
د پايلوبي تر مساوي کېدو وروسته د نمرو د جدول له مخي مقامونه وټاکل سول چي د کندهار الف منتخبي لوبډلي د زياتو نمرو په درلودلو سره لومړى، د فراه ولايت منتخبي لوبډلي دوهم او د کندهار ب لوبډلي دريم مقام تر لاسه کړى.
د ټورنمينټ په پاى کي پر غوره لوبغاړو او گډونکو لوبډلو باندي جايزې هم ووېشل سوي او د کندهار د المپيک امر د لوبغاړو د ښو سپورټي اخلاقو ستاينه هم وکړه.
د ولايتونو څخه راغلو لوبغاړو د کندهار ولايت د ورزشکارانو او سپورټ امريت د ښه مېلمه پالني څخه مننه وکړه او په راتلونکي کي يې هم ددې ډول ټورنمينټونو د دايرېدو غوښتنه وکړه.