کور / هراړخیز / په افغانستان کې به ډير شمیر ځوانان ډېر ژر کاڼه شي

په افغانستان کې به ډير شمیر ځوانان ډېر ژر کاڼه شي

خدای پاک د انسان د بدن جوړښت هم په یوه عجیبه او هیرانوونکي ډول جوړ کړی دی چې د بدن هر غړی یې په خورا ښه او منظمه توګه خپله دنده په ښه توګه سرته رسوی او که حقیقت ته وکتل شي نو دا د خدای پاک له لورې پر مونږ یوه لویه پیرزوینه ده چې یو انسان د خپل بدن ټول غړي په مکمله توګه سالم او جوړ ولري او ور ځینې په ښه ګټه پورته کړي او د هغه په ساتلو کې ډېر کوښښ وکړي چې زیانمن نه شي.
یو ددغه ستر او حیرانوونکي غړيو څخه د انسان غوږ دی چې د ښه افهام او تفهیم لپاره ترې کار اخلي او د خپل ژوند چارې په ښه توګه پر مخ وړي.
مګر په افغانستان کې د څه مودې راهسې یو شمېر ډېری ځوانان د غوږۍ (هیډفون) یا (ګوشکی) له لارې راډیو، سندرې او د موسیقۍ پروګرامونه اوري چې دې کې د ښوونځي زده کوونکي، د کورسونو زده کوونکي، محصلین، دکانداران او داسې نور.
ډېری څېړونکو تر پراخو څېړونو دغه پایله تر لاسه کړې چې که یو انسان د یوه ساعت لپاره د غوږۍ (هیډفون) له لارې موسیقي او سندرې واوري نو د سر درد په ناروغه اخته کېږي.
له دې سره سره چې د غوږ او نه اورېد په ناروغۍ اخته کېږي مګر د سر درد په ناروغه ژر اخته کېږي.
په جرمني کې یوه څېرنه چې له ۱۰۰۰ کسانو نه پر زیاتو خلکو تر سره شول چې ددوی عمر له ۱۳ څخه تر ۱۷ کلونو په منځ کې و، څېړنو ښوولې چې د سر درد په ناروغۍ اخته شوي دي.
ډېر د تعجب خبره داده چې ددغو ځوانانو کورنۍ او مشران ښه پوهېږي چې د غوږۍ (هیډفون) له لارې په لوړ غږ د سندرو او موسیقۍ اورېدل د دوی اولادونو ته زیان رسوي، دوی کاڼه کوي، مګر بیا هم دوی چوپه خوله دي او خپل ماشومان او اولادونه له دغې ناروغۍ نه ساتي چې بیا دغه ناروغي نورې ډېرې زیاتې ستونزې په کورنیو او چاپېریال کې رامنځته کوي.
په دې اړه یوازې کورنۍ نه بلکې د افغانستان دولت هم پړ او ملامته دی، هغه ځکه چې په پوهنتونونو، ښوونځیو، کورسونو او نورو ښوونیزمرکزونو کې د مسولینو له خوا د غوږۍ (هیډفون) وړل باید منع کړي او ټولو زده کوونکو ته په کلکه توګه باید سپارښتنه وکړي چې ددغسې زیانمنو شیانو د استفادې څخه لاس واخلي او د سرغړونې په صورت کې باید ور سره قانوني چلند وشي.