کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / جنګ هو ګيي تو هم پاکستان کې ساتهـ هونګي

جنګ هو ګيي تو هم پاکستان کې ساتهـ هونګي

خدا نا کرې اګر کبي بي پاکستان اور امریکا کې جنګ هو ګيي تو هم پاکستان کې ساتهـ هونګي


کله، چې د امریکې د بهرنیو چارو وزیره مېرمن هیلاري کلنټن ماښام مهال کابل ته راغله او له ولسمشر کرزي سره یې تر لیده کاتو وروسته له ښاغلي کرزي سره یوځای یوې خبري ناستې ته وویل: باید له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو له لارې وړاندې لاړو شو او که چېرې وسله وال طالبان او حتی د حقاني ډله خبرو اترو ته چمتو نه شوه  پوځي فشار به پرې زیات کړي، چې دا خپله پر ولسمشر کرزي او افغان حکومت یو ډول فشار وو؛ ځکه لدې وړاندې او د استاد رباني له وژل کېدو څخه وروسته ښاغلي کرزي په ډاګه ویلي وو، چې لدې وروسته به د وسله والو پر ځای د پاکستان له دولت سره خبرې اترې تر سره کړي، ځکه پاکستان د دغو جنګیالو ملاتړی دی.


مېرمن کلنټون له کابل څخه وروسته اسلام آباد ته لاړه او هلته یې له پاکستاني چارواکیو سره د لیدنې ترڅنګ ټینګار وکړ، چې باید دوی هم پر وسله والو طالبانو فشار رواړي او په څو اونیو کې دې د حقاني شبکه و ځپي؛ خو لدې وړاندې د پاکستان د پوځ چارواکیو ویلي وو، چې د حقاني شبکې سره د دوی اړیکې د پاکستان د ملي ګټو لپاره دي.


کابل  او اسلام آباد ته د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن کلنټون له سفر څخه وروسته د پاکستان له خصوصي ټلویزیون (جیو) څخه د ولسمشر حامد کرزي د مرکې یوه برخه خپره شوه، چې په هغه کې افغان ولسمشر پداسې حال کې، چې ددغو خبرو په وروستۍ برخې کې خپل لاس د احترام په توګه په ټټر ږدي وايي: (خدا نا کرې اګر کبي بي پاکستان اور امریکا کې جنګ هو ګيي تو هم پاکستان کې ساتهـ هونګي) یعنې خدای دې نه کړې که چېرې د پاکستان او امریکې ترمنځ جګړه رامنځ ته شي نو موږ (افغانستان) به د پاکستان په طرف وي.


د ولسمشر دغه څرګندونو د هېواد په دننه او بهر کې د رسنیو خبرونه او بحثونه تاوده کړه؛ خو د دغه خبرو له خپرېدو څخه یوه ورځ وروسته د ولسمشر حامد کرزي ویاند ښاغلي ایمل فیضي له آزادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د ولسمشر کرزي خبرې تحریف شوي او که چېرې بشپړه مرکه یې خپره شي نورې مهمې خبرې په کې دي.
ایمل فیضي وویل چې ولسمشر جیو تلویزیون ته په مرکه کې ویلي که امریکا د پاکستان پر دولت برید وکړي نو افغانستان به د ضرورت په وخت له خپلو پاکستاني وروڼو سره مرسته وکړي، یعني هغوی ته به پناه ورکړي؛ خو په هغو کرښو، چې مې پورته ولیکل هېڅ راز داسې څرګندونې شتون نه لري.


اساسي پوښتنه دلته ده، چې څنګه دغه مرکه افغانستان او پاکستان ته د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې له سفر څخه وروسته تر سره کېږي او په هغه کې بیا ولسمشر کرزی وايي، چې د پاکستان تر شا ولاړ دی؛ خو ښاغلی ویاند یې بیا د ده خبرې بل ډول تفسیروي؟.


یو ټکی، چې کېدای شي پرې اتکا وشي هغه د امریکا له لوري پر افغان حکومت فشار دی، چې د مېرمن کلنټون سفر څخه وروسته یې ولسمشر اړ کړ، څو دا راز څرګندونې وکړي او د پاکستان پر ځای یو ځل بیا دا وهڅوي، څو له وسله والو طالبانو او حتی د حقاني له ډلې سره خبرې اترې وکړي او همدا راز شونې ده، چې پاکستاني چارواکیو د امریکې د بهرنیو چارو وزیرې ته ویلي وي، چې پر افغان حکومت دې فشار راوړي، څو د پاکستان پر وړاندې څرګندونو او تورونو څخه لاس پر سر شي، که نه نو بیا د نړۍ دوه نور قدرتونه (چین او روسیه) پاکستان ته په دوو پښو ناست دي، څو له امریکا څخه یې خپل کړي، چې په پایله کې ولسمشر حامد کرزي هم د امریکې و منله او یو ځل بیا یې د هېوادوالو ترمنځ ځان لا بې باوره کړ.


مجیب الرحمن ساپی                    کابل


برېښنالیک  intezar.safi@gmail.com