د بېنظير بوټو مور په دبئ کي په حق ورسېده

نصرت بهټودبېنظیربوټومورپرون په د بئ کې د۸۲ کالو په عمر ساه ورکړه
نصرت بهټو دایران په اصفهان ښارکې پیدا شوې وه اوپلاریې په پاکستان کې لوی سوداګر وو، چې بیا وروسته دنصرت واده له ذوالفقارعلي بوټو سره وشوو. دبوټو څلور اولاده بینظیربوټو، میرمرتضی بهټو، صنم بهټواومیرشاهنوازبهټو وو ،چې لومړى يې خاوند ذوالفقار علي بوټو، وروسته دوه زامن شاهنواز بوټو، مرتضى بوټو او بيا يې بېنظير بوټو ددې په ژوند کې ووژل شول.
میرمن بهټو دخپل زوی مرتضي بهټو ترمرګ وروسته په عصبي او د سرطان په ناروغیو اخته او ترډېره دسیاسي مڼډو ترړو څخه پاته شوه .میرمن بوټودژوند په وروستیو کې په دوبئ کې وه او له ډير وخت راهیسی یې څوک نه پيژندل .
بهټو په کراچئ کې خاورته سپارل کیږي او دپاکستان حکومت نن ورځ درخصتۍ او لس ورځي دویراعلان کړی .