امريکا د يوه افغان زنداني د مړيني خبر ورکړ

د لراوبر اداره | اکتوبر 25th, 2011


د سينټ کام عامه اړيکو په نامه يوې امريکايي اداري ويلي دي چي په پروان ولايت کي ددوی په يوه زندان کي يو افغان زنداني د مغزو د سرطان له امله په حق رسيدلی دی .


که څه هم  په دې اړه په خپره سوې خبرپاڼه کي د زنداني نوم او هستوګنځای نه دی څرګند سوی خو وايي چي ددغه زنداني د ناروغۍ پر مهال محبس ته په يوه نژدې جراحي روغتون کي د هغه درملنه کيدله . دوی وايي چي د هغه کورنۍ ته يې د نړيوال سره صليب له لاري خبر ورکړئ و . په خبر پاڼه کي ويل سوي چي کوښښ کوي د زنداني له مړي سره د افغان کلتوري مشاور په لارښوونه د افغاني کلتور او ديني اصولو مطابق په ډير احترام چلند وسي .

Copyright Larawbar 2007-2024