یو امریکایی خورا جنګی افسر ووژل سو
د امریکا ( اې بی سي ) مشهوره خبری شبکه راپور ورکوی چی د خاصو ځواکونو یو خورا تکړه کوماندو افسر ( کریسټوفر ډومیج ) په شنبه په کندهار کی ماین والوزاوه . دغه افسر څلور واره په عراق کی او ۱۲ واره هم په افغانستان کی جنګی وظیفه اجرا کړې وه او دا یې وروستی مأموریت و.
خبر زیاتوی چی هغه دوه مډالونه ګټلی وو خو درېیم به تر مړینی وروسته ورکول سی . پنتاګون او پوځ د دغه افسر په وژنه ډیر غمجن سول .
په دې سره د اکتوبر په روانو ۲۶ ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۲۳ ته ورسېدل .