کندهار:پوليسو د مخالفينو د وسلو او مهماتو زېرمه کشف کړه
افغان ملي پوليسوتېره ورځ د کندهار ښار د ١٥ ناحيې په مربوطاتو کي د چاڼيزو علملياتو پرمهال دوسلوالو مخالفينو د وسلو زېرمه او ګڼ شمېر مهمات کشف و ترلاسه کړه.
په کشف سوې زېرمه کيدوه ميله راکټ انداز، لس فيره د راکټ مرمۍ، دوې ګرځنده لاسي مخابرې، دوه سوه دکلاشنکوف مرمۍ، سل فيره د پيکا مرمۍ، لس فير د بم افګن مرمۍ، يو عدد دوربين، يولاسي بم، سل جوړې بېټرۍ او يوه اندازه چاپ سوي شپې پاڼي د ملي پوليسو لاسته ورغلي دي.
ددې ترڅنګ دکندهار د دريالسمي امنيتي حوزې په مربوطاتو کي پلټونکي عمليات کړي او په ترڅ کي يې١٢ کيلو ګرامه تارياک او دوې کړۍ ماينونه تر لاسه سوي دي.
د کندهار مطبوعاتي دفتر د خبر په حواله له پورته ذکر سووچاودېدونکو توکو او جنګي وسايلو سره کوم مشکوک کس نه دى نيول سوى او نه هم چاته ځاني زيان اوښتى دى، طالبانو هم تر اوسه ددغو نيول سوو توکو په اړه رسنيو ته څه ندي ويلي .