عاجل خبر:طالبانو دلويي جرګې امنيتي پلان رسوا کړ

د لراوبر اداره | نوومبر 13th, 2011


طالبانو د راتلونکي لويي جرګې په اړه د افغانستان ددولت هغه پټ امنيتي پلان او نقشې ترلاسه کړيدي چي دکورنيو چارو وزارت ، ملي امنيت رياست او نورو بيلابيلو لوړ پوړو دولتي ارګانونو لخوا د لويي جرګې د امنيت په موخه د امنيتي ځواکونو لپاره جوړ سوي وو . طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ددې ددغه پټ امنيتي پلان يوه کاپي هم رسنيو ته لېږلې ده ، طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چي د طالبانو پر مطبوعاتي سيسټمونو ، ،الاماره ويبپاڼه او ددوی پر برېښناليکونو په بيلابيلو وختونو کي ددولت او بهرنيانو لخوا بريدونه سوي دي ځکه يې ددولت څخه د غچ اخستلو په توګه ددوی دغه ډېر مهيم امنيتي اسرار ترلاسه او بربنډ کړل .  طالبان وايي چي ددغه پلان څخه پر لويه جرګه او د هغې پر برخه والو د بريدونو په لړ کي هم کار واخلي  لراوبر ته د طالبانو لخوا په لېږل سوي خبر کي ويلي چي د دغه پلان نقشې او ځيني نوري برخي به څو ورځي وروسته خپرې کړي .



هدايات مشترک


موضوع :-اتخاذتدابيرمشترک امنيتي بمنظورتدويرلويه جرگه عنعنوي درکابل


زمان:-


تاريخ:-1390/8/7مطابق 29اکتوبر2011


محل:-رياست امورپلانگذاري رياست ع پلان واوپراسيون وزارت امورداخله


ماخذ:-حکم شماره (1926) مورخ 1390/3/12مقام عالي رياست جمهوري ومکتوب نمبر(1508) رياست ع اداره امور.


تهيه کننده گان :- پلانگذاران (پوليس ملي، اردو ملي ، امنيت ملي، رياست محافظت رئيس صاحب جمهور، رياست محافظت رجال برجسته دولتي وايساف)


وضعيت-. . . . . .
که څه هم لراوبر ته د طالبانو په وينا د دولت لخوا د لويي جرګې امنيتي پلان ټول متن رسېدلئ دی خو د افغانستان د مطبوعاتو قانون او نړيوالو ژورناليستيکي اصولو د مراعت په خاطر يې له خپرېدو ډډه کوو.

Copyright Larawbar 2007-2024