ناټو وايي دطالبانو مهيم قومندان يې نيولی دی

د لراوبر اداره | نوومبر 23rd, 2011


ناټو د ولي محمد په نوم د طالبانو يو مهيم قومندان او څلور نور وسله والو سره يو ځای د هلمند په نهري سراج کي د پوځي عملياتو په ترڅ کي نيوی دی .


لراوبر ته په دې اړه رسېدلې خبرپاڼه کي ناټو ويلي دي چي ولي محمد په ۲۰۰۸ کال دکندهار د محبس څخه تر تښتېدو وروسته په پاکستان کي پټ و او له هغه ځايه يې د افغانستان په جنوب لويديځه حوضه کي ځانمرګي بريدونه ، د سړک د غاړي بمونه او پر ناټو او ايتلاف حملې رهبري کولې .


د خبر پاڼي له مخي ولي محمد چي د طالبانو د رهبرۍ شورا مشرتابه ته نژدې سړی دی او د طالبانو دلوړ رتبه پوځي کسانو په کتار کي راځي، په لومړي ځل د سيمي دليدلو لپاره هلمند ته راغلی و چي تيره شپه ونيول سو . 


ددې خبر په اړه تر اوسه د افغانستان دولت او طالبانو څه نه دي ويلي .

»

Copyright Larawbar 2007-2024