درې سوه بهرني مهاجر په کابل کي ژوند کوي

د لراوبر اداره | نوومبر 26th, 2011


شاوخوا درې سوه هغه تاجک چي په دې وروستيو کي افغانستان ته راغلي دي په کابل کي د مهاجرت په توګه ژوند کوي ، دوی وايي چي غوښتل يې ايران ته ولاړ سي خو د ايران سرحدي پوليسو شړلي دي او اوس د غريبۍ له امله خپل هيواد ته نسي تلائ . د مهاجرينو چارو وزارت په کابل کي د سلګونو بهرني مهاجرو شتون تاييدوي او وايي چي دوی کله ځانونه پارسي ژبي بلوڅ معرفي کوي او کله بيا وايي چي د تاجکستان هيواد څخه راغلي دي .


ددغو مهاجرو اکثريت دکابل په قمبر څلورلاري کي اوسيږي ، په دې سيمه کي د افغانستان د جګړه ځپلو سيمو څخه زيات شمېر داخلي مهاجر هم اوسيږي ، دوی نيوکه کوي چي خارجي مهاجر د هغو مرستو څخه ګټه اخلي چي په حقيقت کي دجګړه ځپلو داخلي مهاجرو لپاره دغه ځای ته لېږدول کيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024