په دامان ولسوالي کي ۱۲۰۰ بزګرانو ته تخم ويشل کيږی
دافغانستان د کرني او مالدارۍ وزارت لخوا د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کي دخزاني کمپاين په لړ کي ١٢٠٠ بزګرانو ته د اصلاح سوو تخمونو او کيمياوي سري د توزېع لړۍ نن پيل سوه.
دكندهاردكرهني رئيس انجينر احمد شاه روشن د يادو توكو د ويشلو پرمهال وويل چي په يادوتوكوكې اصلاح سوي غنم او يوريا سره هم شامل دي چي وهر كرونده ګرته د۲۰۰۰ افغانيوپه بدل كې وركول كيږي .
همدارازد دامان ولسوالۍ ولسوال سراج احمد وايې چي سږ كا ل ددي ولسوالۍ كرونده ګروته دكښت پر وخت اصلاح سوي تخمونه او كيماوې سرې وركول كيږي څو هغوى پر وخت ګټه ځيني پورته كړي .