کور / سپورټي / هلمند لوبډلي له هيلو سره سم کندهار ته هم ماته ورکړه

هلمند لوبډلي له هيلو سره سم کندهار ته هم ماته ورکړه

لکه چي له وړاندي يې هيله کېدل د هلمند ولايت فټبال منتخبي لوبډلي له يوې په زړه پوري او جالبي لوبي وروسته کوربه کندهار لوبډلي ته هم ماته ورکړه او په روانو سياليو کي يو بل قدم مخ ته ولاړه.


په کندهار کي د سهيلي زون د غوره فټبال لوبډلو ترمنځ د تيري جمعې په ورځ سيالۍ پيل سوې چي پکښي د کوربه لوبډلي ترڅنګ د هلمند، زابل او نيمروز ولايتونو لوبډلي برخه لري.


له مهالوېش سره سم نن هم دوې لوبي وسوې چي په لومړۍ لوبه کي د نيمروز ولايت منتخبي لوبډلي د زابل لوبډلي د يوه ګول پر وړاندي پرله پسې پنځه ګوله ووهل او لوبه يې په خپله ګټه پاى ته ورسول.


په دوهمه لوبه کي کوربه کندهار د هلمند ولايت د فټبال لوبډلي پر وړاندي د سيالۍ ډګر ته ووتى او لکه چي توقع يې کېدل د خپلو تماشاچيانو پر وړاندي يې په خپل لوبغالي کي له مېلمه لوبډلي يو د صفر په مقابل کي ماته ومنل.


هلمند لوبډلي له دې وړاندي زابل ته په ٩ ګولونو او کندهار لوبډلي نيمروز ته په دوه ګولونو ماتي ورکړي وې.


په ننۍ لوبه کي کوربه کندهار په پرله پسې ډوله طلايي چانسونه له لاسه ورکړل او بيا بيا د مخالفي لوبډلي د ګول تر جاله په توپ رسولو کي پاته راغلل چي بلاخره يې دفاعي ليکه هم ماته سوه او په يوه ګول سره يې ماته ومنل.


د ميلمه هلمند لوبډلي تکړه لوبغاړى محمد علي ((چينايي)) له پرله پسې هڅو وروسته د لوبي په وروستيو شېبو کي وتوانيد چي خپله لوبډله د سرسختي سيالي کندهار لوبډلي پر وړاندي د بريا تر سرحده ورسوي.


هلمند لوبډلي په ننۍ بريا سره د روان ټورنامينټ په وروستۍ لوبه کي خپل ځاى يقيني کړ او ټولو ته يې وښودل چي هلمند له جنګ او کوکنارو پرته نور څه هم لري او ځوانان يې له موقع څخه په سمه او اساسي توګه استفاده کوي.


په روان ټورنامينټ کي تر دې دمه ټولټال څلور سيالۍ سوي چي پکښي هلمند لوبډله په لومړي قدم کي ځاى لري او په خپلو دواړو سياليو کي يې مخالفي لوبډلي پر ګونډو کړي دي.


ددې ټورنامينټ په سبا (دوشنبه) به په لومړۍ لوبه کي کندهار د زابل او په دومه لوبه کي هلمند د اروزګان فټبال لوبډلي پر وړاندي خپل تخنيکونه ننداري ته وړاندي کړي.