کابل والي د قره باغ ولسوالی له قومی مشرانو څخه ددوې ستونزې واوریدې.

رحيم ګل څاروان | دسمبر 8th, 2011


په هغه غونډه کې چې له همدې امله د قره باغ په ولسوالی کې جوړه شوې وه پکې له کابل والی سربیره ددې ولایت د کرنې، اقتصاد، مهاجرینو، حقوقو او دفتر د ریاستونو رئیسانو او په سلګونو قومي مشرانو برخه درلوده.

د قره باغ قومي مشرانو خپلې دوه ستونزې له کابل والي سره شریکې کړی.
اول- نوموړو مشرانو غوښتنه کوله چې د مهاجرینو د ښارګوټې د جوړیدو په مهال د وخت چارواکو دوې سره ژمنه کړې وه چې په نوموړې ښارګوټې کې به ۲۵ سلنه سهم دوې ته ورکول کیږې.
دوهم- د قره باغ ولسوالی په مربوطاتو کې دې د نوموړې ولسوالی اوسیدونکو ته د ابادۍ اجازه ورکړل شي.

کابل والی احمدالله علیزی په خپلو خبرو کې د قومي مشرانو له تود هرکلي څخه مننه وکړه او زیاته ئې کړه، دا چې اوسمهال هم ځمونږ ګډ دښمن په دې هڅه کې ترڅو ځمونږ هیواد د ترقي له کاروانه پاتې کړي او هره ورځ ځمونږ بیګناه هیوادوال په شهادت رسوی چې د عاشورې په ورځ ددوې برید ددوې اصلي څیره په ښه توګه څرګنده کړه، نو پکار ده چې ملي وحدت او یووالې ته خاصه پاملرنه وکړو، نوموړې د قره باغ د خلکو د غوښتنو په اړه وویل چې ستاسې ټولې قانوني غوښتنې به د اسنادو په کتنه حل کړو. کابل والی د قره باغ له مشرانو څخه په ټینګه غوښتنه وکړه چې د نوی کابل ښار د ماسټر پلان په وړاندې دې خنډونه نه پیداکوی ځکه چې دغه یوه ملي پروژه ده او باید چې پلې شي چې د قومي مشرانو له خوا ورسره ومنل شوه.

Copyright Larawbar 2007-2024