د ملي اردو په روزنيز مرکز کي د چاودني پلان کشف سو

د لراوبر اداره | دسمبر 8th, 2011


دکندهار چارواکي وايي دافغان ملي پوځ د ٢٠٥ اتل قول اردو قومندانۍ دننه د ملي اردو په روزنيز مرکز کي يې هغه چاودنه چي د مخالفينو لخوا د روزني پروسې د ګډوډي په موخه پلان سوې وه کشف سوه.


دوی وايي يو شمېر کړيو او سړيو غوښتل چي همدلته د ملي اردو سرتيرو د فراغت مراسم ګډوډ کړي او د همدې لپاره يې يو کوچنى بم ځاى پر ځاى کړى و چي د کشفي ارګانونو لخوا کشف سو.


د ملي پوځ د اينجينرۍ ټيم سمي ته له رسېدو سره د بم د کشفولو هڅه پيل کړه چي همدامهال بم وچاودېد او د ملي اردو يو تن سرتېرى يې سطحي زخمي کړى.


په دې اړه لراوبر ته په رارسېدلې خبرپاڼه کي ويل سوي چي افغان ملي امنيتي ارګانونه ورځ تر بلي د پياوړتيا په حال کي دي او ډېرى وختونه د مخالفينو لخوا ښه رهبري سوي او پلان سوي بريدونه هم کشفوي.


ملي امنيتي ځواکونو د عامو افغانانو د ساتني او ژوند ښه کولو په برخه کي بېسارى کار کړى او همدا لامل سوى چي د خلکو په زړونو کي ځاى پيدا کړى او زياته همکاري يې جلب کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024