د مشکوات شريف پښتو ژباړه (مشکوات المصابيح) چاپ سوه

د لراوبر اداره | دسمبر 12th, 2011



الحمد الله رب العالمين والصلاة والسلام على خاتم الانبياء والمرسلين و على اله واصحابه والتابعين لهم باحسان الى يوم الدين.



امابعد!


مشکْوة شريف د اسلامي نړۍ د سترعالم، محدث او علامه امام ولي الدين محمد بن عبدالله رحمة الله عليه مشهور تصنيف دئ، چي تقريباً د اوومي هجري پېړۍ په اولو کي ئې تصنيف کړى دئ.



ددې کتاب مقام، منزلت، ارزښت او ثوقه والي د هيچا څخه پټ نه دئ تردې پوري چي يو وخت مشکْوة خلکو د قران کريم په څېر په ياداوه ، د هندوستان يو عالم چي پر فقه معاني ، تفسير ، حديث او نورو علومو زيات بر لاسي وو د مشکْوة شريف حافظ وو چي په دې وجه په مشکواتي سره ملقب سوي وو، چي بيا ئې مشکْوتي لقب پر ځان کښېښود، او په هندوستان کي يو وخت داسي وو چي د حديثو دکتابونو څخه يوازي مشکوات شريف درسېده، بيا وروسته خلکو صحاحو ته مخه کړه لاکن د مشکْوة ارزښت اوس هم پر ځاي پاته دئ او په ټولو مدارسو کي تر صحاحو مخکي لازمي تدرسېږي.


مشکْوة شريف چي د ضخامت له پلوه خورا غټ کتاب دئ تقريبا ٥٩٩٥ احاديث لري چي زيات حديثونه ئې دصحاح سته څخه انتخاب سوي خو سربېره پر صحاح سته امام مالک، شافعي، احمد، دارامي، دارقطني،بيهقي او ابوالحسن رزين بن معاويه ته هم حواله کوي، د رواياتو اختلاف ته هم توجه پکښي سوې ده د اصولو په ټولو هغو کتابو کي ئې د رواياتو اختلاف مقابله کړي او بيا ئې نقل کړي دئ، او کومو حديثونو ته چي غريب،ضعيف يا منکر ويل سوي د هغو سبب ئې هم ياد کړي دئ.


مشکْوة شريف تقريبا ١٦ شرحي لري چي ديوڅو مشهورو شرحو يادونه دلته ضروري بولم:


مرقاة شرح مشکْوة:


مرقاة چي ١٢ جلده لري د مشهور عالم شيخ نور الدين علي بن سلطان محمد هروي چي مشهور په ملا علي قاري سره دئ تصنيف دئ، دى رحمة الله عليه په ١٠١٤هجري کي وفات سوي دئ.


منهاج مشکْوة:


د شيخ عبد العزيز ابهري تصنيف دئ چي تقريبا د ٨٩٥ هجري په حدودو کي يې تصنيف کړي دئ.


هداية الروايه الي تخريج المصابيح والمشکوة:


دا دشيخ ابوالفضل، احمد، بن علي،چي مشهور په ابن حجر عسقلاني سره دئ تصنيف دئ دى رحمة الله عليه په ٧٥٣ هجري کي وفات سوي دئ.


اشعة اللمعات :


دا کتاب په فارسي ژبه ليکل سوي دئ، مصنف ئې ابوالمجدد عبد الحق بن سيف الدين بخاري دهلوي دي چي په١٠٥٢هجري کي وفات سوي دئ.


مظاهر الحق:


مظاهر الحق په اردو ژبه د نواب قطب خان بهادر تصنيف دئ، نواب قطب خان بهادر ١٢٩٨ هجري کي وفات سوي دئ.


رينه النکاة في شرح المشکْوة:


د سيد محمد ابو المجد محبوب عالم بن سيد جعفر احمد ابادي تصنيف دئ، دى رحمة الله په ١١١١ هجري سنه کي وفات سوي دئ.


حاشيه المشکْوة:


دا دشيخ محمد سعيد بن المجدد الف ثاني تصنيف دئ، شيخ محمد سعيد په ١٠٧٠ هجري سنه کي وفات سوي دئ.


د رسول الله صلي الله عليه وسلم حديث چي الهي وحي او د اسلامي شريعت دوهم اصل دئ، دغه حديث چي د قران د مطالبو او احکامو بيانوونکي دئ اوهم پوهه او عمل په کول د انسان د دنيا او اخرت د نېکمرغيو سبب ګرځي نو لازمه ده هر مسلمان په دغه حديثو ځان وپوهوي او عمل په وکړي او د قران په رڼا کي ئې د خپلو عقايدو، عملونو، اخلاقو، معاشرت او تعامل اساس وګرځوي او کوښښ وکړي چي له تطبيق او مراعاتولوڅخه ئې يو لوېشت بلي خوا ته نه سي.


لکه څرنګه چي وايو: موږ دخپل پيغمبر حضرت رسول اکرم صلي الله عليه وسلم سره مينه لرو، نو بيا خو دا څرګند حقيقت دئ چي دوست د خپل دوست ښه احترام او اطاعت کوي: کوم څه چي ئې دوست خوښوي، دَى ئې هم خوښوي ، د کوم څه څخه چي ئې دوست منعه کوي دى منعه کېږي او کوم څه چي ئې دوست ورته فرمايي دى عمل په کوي.


نو پر دې اساس پر موږ لازمه ده چي د رسول اکرم صلي الله عليه وسلم هر امر او نهي په نظر کي ونيسو او په لارښوونو ئې عمل وکړو.


دا کتاب يعني مشکوات المصابيح د ستر عالم امام ولى الدين محمد بن عبدالله تصنف دئ که څه هم د يو داسي عالم پر ستر کتاب دومره ږغېده کفايت نه کوي خو دا چي د لويو خلکو پر ژوند او علميت بايد لوى خلک وږغېږي نو دا کار به هغوى ته پرېږدو.


مشکوات شريف چي د ضخامت له کبله په پنځه جلدو کي ځاي سوي دئ او هر جلد يې شاوخوا ٥٠٠ صفحې لري په اعلي کيفيت د صداقت خپرندويه ټولني لخوا د ١٢٠٠ ټوکه په تېراژ تازه دچاپ راوتلى دئ ،چي مينه وال يې په لاندي ادرس ترلاسه کولاي سي.


Sadaqat.books@gmail.com


Sadaqat.books@yahoo.com


اړيکي:


0700305407

Copyright Larawbar 2007-2024