کندهار پوليسو دوه تنه وسلوال او درنې وسلې ونيول سوې

د لراوبر اداره | دسمبر 14th, 2011


افغان ملي پوليسوتېره ورځ د کندهار ښار په يو شمېر امنيتي حوزو ، شاوليکوټ او ژړۍ ولسواليو کيچاڼيز عمليات کړي او پرمهال يې دوه تنه وسلوال له زياتي اندازې سپکي او درنو وسلوسره يو ځاى ونيول.


د امنيې قومندانۍ چارواکو په وينا پوليسو تېره ورځ ماځيګر مهال ددې ولايت د پنځلسمي امنيتي حوزې اړوندپه چنار کلاچه کي د عملياتو پرمهال يو ميل هاوان، يو ميل راکټ، يو ميل پيکا،  ٧ فيره د راکټ مرمۍ، ٥ ميله کلاشنکوف، ١٥ دکلاشنکوف شاژورونه، ٥٠٠ فيره د کلاشنکوف مرمۍ، درې پايې ويکم مخابرې او له چاودېدونکو توکو ډکه يوه شل کيلويي ډبه د پوليسو لاسته ورغلي دي.


له کندهار ه لراوبر ته په رسېدلي خبر کي ويل سوي چي له پورته يادو سووچاودېدونکو توکو او اسلحو سره د قدرت الله په نوم يو تن مخالف کس هم نيول سوى اوور څخه پوښتني ګروېږني پيل سوې څو پر اساس يې نور ورته ډيپوګان او مشکوک کسانونيول سي.


ملي پوليسو همدارازتېره ورځ د کندهار د اتمي امنيتي حوزې په اړوندو سيمو کي هم عمليات کړي او په نتيجه کي يې يو ميل هاوان او ١١ فيره د هاوان مرمۍ د پوليسو لاسته لوېدلي دي.


که څه هم په دې وروستيو کي دکندهار کي کومه لويه د نا امنۍ پېښه نه ده رامنځته سوې خو تېره ورځ د ارغنداو يو اوسيدونکی په لوواله کي نامالومه وسله والو وويشتئ او بريدکوونکي په تښته بريالي سوه .

Copyright Larawbar 2007-2024