کور / سپورټي / ميدان وردګ : د سولي په نوم د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

ميدان وردګ : د سولي په نوم د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

میدانښار، وردګ( جدي ۴ مه ۱۳۹۰)


په ولايت کې دسولې ترنامه لاندې دوليبال سيالۍ دميدانښار خورشيد لوبډلې په بريالتو ب پای ته ورسيدې



په میدان وردګو ولایت کې امریکا دپرمختایي ادارې د رمپ اپ په مالي ملاتړ او ددې ولایت دسپورت او بدنې روزنې لخوا په ولایت کې دسولې ترنامه لاندې د ولیبال د(۱۲) لوبډلو ترمنځ سیالۍ د روان کال دلیندۍ په ۲۳ نیټه پیل شوې چې په نوموړو لوبو پای لوبې ته د میدانښار خورشید او لمر ولیبال ټیمونه سره دسیالۍ ډګر ته راووتل چې په پایله کې د میدانښآر خورشید ټیم پدې وتوانیدو چې لمر لوبډلې ته ماتې ورکړي او ددغو سیالیو اتلولې خپله کړي.


دمیدان وردګو والي محمد حلیم فدایي ځوانان دټولنې اساسي برخه وګڼله او له ځوانانو یې وغوښتل چې دلوبو له لارې وسلوالو مخالفینو ته دسولې پيغام ورسوي ترڅو ټول هېوادو ال په ګډه خپل وران هېواد اباد او سمسور کړو.


دسپورت امر عین الله حقبین په ویناء رمپ اپ اداره په پلان کې لري چې په ولایت کې دتکواندو۸ لوبډ‌لو، دفوټبال ۱۲ لوبډلو او کرکیټ ۱۰ لوبډلو ترمنځ سیالۍ په نژدې راتلوونکي کې پيل کړي.


دامریکا دپرمختایي ادارې (USAID/ RAMP UP/E) لخوا برابرې شوې تحفې دولایت والي محمد حلیم فدایي او دولایتي شورا ریس لخوا په ټولو لوبغاړو باندې سپورتي جامې او لوبو اړین سامانونه هم په نوموړو۱۲ بوبډلو او په بریالیو لوبډلو کپونه او تحفې و ویشل شوې.