سلطان محمد د ښوراوک د سرپرست ولسوال په توګه معرفي سو

د لراوبر اداره | دسمبر 26th, 2011


کندهار والي نن ددې ولايت د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشري د ښوراوک ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې ځايي اوسېدونکو ته د سلطان محمد په نوم ددې ولسوالۍ اوسېدونکى د سرپرست ولسوال په توګه ورمعرفي کړى.



ښوراوک د کندهار ښار سهېل ختيځ ته پر ډيورنډ کرښه پرته ولسوالي ده چي پکښي پرمختيايي پروسه تر ډېره حده پڅه ده او په هغه اندازه چي ښايي پرمختيايي کارونه نه دي سوي.


د ښوراوک ولسوالۍ لپاره نوى سرپرست ولسوال سلطان محمد ددې ولسوالۍ د اوسېدونکو په خوښه او وړانديز سره ټاکل سوى او اټکل کېداى سي چي نوموړى به تر ډېره حده به په ورسپارل سوې دنده کي بريالى وي.


کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا ددې ولسوالۍله اوسېدونکو وغوښتل چي په خپله خوښه د ولسوالۍ له اوسېدونکو يوه اصلاحي او پرمختيايي شورا جوړه کړي تر څو په ولسوالي کي يې پر مختيايي چاري ګړندۍ سي.


د هغه په خبره چي د کندها رولايت د کليو د پراختيا او بيارغوني رياست ددې ولسوالۍ لپاره ځانګړې بودجه لري او که دلته پرمختيايي شورا جوړه سي نو ليري نه ده چي په دې ولسوالۍ کي به د نورو ولسواليو په څېر کارونه وسي.


والي د ښوراوک له اوسېدونکو وغوښتل چي د خپلو لومړيتوبونو لستونه جوړ او ولايتي ادارې ته يې وسپاري څو په برخه کي يې په لوړه سطحه کار وسي.


نوموړي وويل وړاندي په ښوراوک ولسواليو کي يو شمېر پروژې عملي سوي ولي له بده مرغه چي پيسې يې د ډيورنډ پولي هاغاړي ته مصرف سوي، خو په وينا يې چي له دې وروسته به د ټولو هغو کسانو پر وړاندي کلکه مبارزه کوي چي د ولسوالۍ په نوم پيسې اخلي او بيا د شخصي ګټو لپاره ترې کار اخلي.


 د کندهارد عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل که چيري د ولسوالۍ اوسېدونکي ورته ډاکټران او نرسان معرفي کړي نو دى چمتو دى چي په نژدې راتلونکي کي دلته يو جامع کلينيک جوړ کړي.


د کندهار د کليو د پراختيا رئيس انجينير سلېمان وويل چي تر دې دمه يې په دې ولسوالي کي ٣٦ کليوالي پرمختيايي شوراګاني جوړ کړي خو نن ورته معلومه سوه چي دې شوراګانو هغسي چي ښايي کار نه دى کړى، او له دې وروسته به د امنيه قومندانۍ سره په ګډه کار وکړي څو په پروژو کي پوره شفافيت رامنځته کړي.


 د کندهار د پوهني رئيس پوهنيار نجيب الله مجددي وويل چي په دې ولسوالي کي يې سږ کال شپږ بابه نوي ښوونځي جوړ کړي او په نژدې آينده کي به ورته قرطاسيه او نور اړوند توکي ولېږدوي.


 د کندهار ولايت د ښوراوک ولسوالۍ اوسېدونکو له کندهار والي او ورغلي پلاوي غوښتنه وکړه چي په ولسوالي کي يې د سړک او کوچنيو اوبو بندونه رغونه اولويتونه دي او دولت دي کوښښ وکړي چي په دې برخه کي  اړين او عاجل ګامونه پورته کړي تر څو دا ولسوالي له مرکز سره وصل او د وچي مځکي يې خړوبي سي.

Copyright Larawbar 2007-2024