یو امریکایی او دوه برتانوي پوځیان ووژل سول
د انګلستان د دفاع وزارت اعلان وکړ چی نن د هلمند په نهرسراج کی د ماین چاودنی یو برتانوﺉ پوځی والوزاوه . منبع په دوهم خبر کی وایی چی یو بل برتانوﺉ پوځی چی په رتبه تورن و ، او یوه هفته مخکی په کابل کی د ماین چاودنی زخمی کړی و ، د انګلستان د برمنګهم په ملکه الیزابت پوځی روغتون کی مړ سو .
په دې سره د انګریزانو تلفات ۳۹۴ ته ورسېدل .
بلخوا ، د امریکا د دفاع وزارت ( پنتاګون ) رسمأ اعلان وکړ چی یو امریکایی ۳۵ کلن افسر چی پر افغانستان د عملیاتو لپاره په بحرین کی مستقر و ، پنځه نیمی میاشتی مخکی مړ سوی و ، خو اعلان یې نن وسو .
په دې سره په روان کال کی د ټولو بهرنیو پوځیانو تلفات ۵۶۵ ته ورسېدل چی ۴۱۷ یې امریکایان دي .