کونړ:په ماڼوګي ولسوالۍ کي دوالي پر غونډه بريدشوی
طالبان ادعاکوي چي د کنړ ولايت دماڼوګي په ولسوالۍ کي يې دنوموړي ولايت دوالي په جوړه شوي غونډه وسله وال بريد کړئ دی . په دې اړه ورکړه سوي خبر کي راغلي چي والي دغي ولسوالۍ ته په يوه غونډه کي دګډون لپاره ورغلئ و ، طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چي دغه بريدنن دورځي ۹ بجې صورت ترسره سو چې له سپکواودرنووسلوڅخه پکي کارواخيستل شوخووايي چي د مرګ ژوبلي په اړه دقيق مالومات نلري .
کله چي لراوبر دکنړ والي سيد فضل الله واحدي سره اړيکه ونيوله ،نوموړي په دې اړه د معلوماتو له ورکولو يې ډډه وکړه .