هلمند : پر سمون راډيو خرڅه سوې مځکه ترې اخستل سوېده

د لراوبر اداره | جنوري 16th, 2012


د سمون راډیو چارواکي وايي چې د هلمند پخواني والي اسدالله وفا لخوا پر دوی خرڅه سوې يو جريب دولتي مځکه  اوسني والي ګلاب منګل بيرته ترې اخستې او ددې راډیو مسوول مدیر یې بندي کړی دی .


د راډيو چارواکي وايي چي مځکه يې په رسمي توګه رانېولې او ۶۰۰۰۰ زره ډالره يې تحويل کړي چي اسناد يې په لاس کي لري ، د هلمند چارواکي وايي چي ددغو دولتي مځکو غصب او رانيول خرڅول هغه وخت ترسره سوي چي په دې سيمه کي امنيت نه و .چارواکي وايي چي د راډيو مدير چي په عيني وخت کي د ګلاب منګل سلاکار هم و ، په خپله دنده کي د فساد په تور بندي سوی و .


 د هلمند والي ویاند داود احمدي وخت خبري اژانس ته ويلي دي چي د سمون راډيو لپاره مځکه او داسي ډيري داسې ودانۍ ، مارکیټونه او د استوګڼې بلاکونه چې په پخوا وختونو کې جوړ شوي د ماسټر پلان له مخي د ښاروالۍ لخوا بیرته نیول شوي دي .
هغه زیاته کړه چې دغه ځمکې هغه مهال د ځینو کسانو لخوا نیول شوي چې د ښار امنیت ښه نه وو، او اوس د ښارې پراختیا وزارت د ماستر پلان له مخې دغه ځمکې چې په غیر قانوني توګه نیول شوي بیرته نیول کیږي خو د سمون راډيو مدير سليم زمريال لراوبر ته وويل چي اوس له بنده راخلاص سوئ دی ، هغه دوالي وياند ښاغلي احمدي دا خبره رد کړه چي ګواکي سمون راډيو مځکه غصب کړې ده ، زمريال وايي موږ خو ټوپکسالار نه يو چي مځکه په زور ونيسو .


د وخت خبري آژانس د راپور له مخي په افغانستان کې د سویلې آسیا د آزادو رسنیو (سفما) مشر احمدضیا بومیا وايي که چیرته ددې راډیو مسوول د مطبوعاتي مسئلې لپاره بندي شوی وي ، دا د رسنیو د قانون خلاف کار دی ، دا ځکه چې د رسنیزو جرمونو د څیړلو لپاره د رسنیو دتیروتنې د څیړنې کمیسیون او د اطلاعات او کلتور وزارت شتون لري.
د هغه په وینا که چیرې ددې مسئله یوه شخصي مسئله وي نو دا د نظام واک دی چې قضايي ارګانو ته تورن کس معرفي کړي.
نوموړي د بیرته نیول شوي ځمکې په اړه وویل چې د اسنادو له مخې د هلمند پخوانی والي اسدالله وفا سمون راډیو ته د ۶۰ زره ډالرو په بدل کې یوه جریبه ځمکه ورکړي ، او د ځمکې ورکوونکی همدا اوس هم یو دولتي چارواکی دی نو دولت باید دغه دوسیه وڅيړي.
ښاغلي بومیا زیاته کړه که چیرې د څیړلو وروسته دا جوته شوه چې ځمکه په غیر قانوني توګه ورکړ شوې نو باید د ورکوونکي سره قانوني چلند وشي او که چیري اخستل یې په غیر قانوني توګه وي نو له اخستونکي سر دې قانوني چلند وشي.
هغه له دولت څخه غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه د قانون له مخې حل کړي.


دیادونې وړده چې دغه راډیو د هملند په ولایت کې په ازاده توګه خپرونې کوي ، چې ډيرۍ خپرونې یې د ټولنیزې خپرونې وي ، دغه راډیو په کال ۲۰۰۶ زیږدیز کې د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې جوړه شوې ده.

Copyright Larawbar 2007-2024