وسله والو د ډنډ ولسوالۍ د اصلاحي شورا غړی وواژه

د لراوبر اداره | جنوري 17th, 2012


 د ډنډ ولسوالۍ د اصلاحي شورا غړى او قومي مشر حاجي محمد نعيم چي په اغاماما سره يې شهرت درلود نن سهار پاو کم شپږ بجې د کندهار ښار د لسمي امنيتي حوزې اړوند د ګچ خانو په سيمه کي د جامع جومات دننه د لمانځه پرمهال ويشتل سوی او ځای پر ځای وژل سوی دی . د کندهار ولايت مقام پېښه تاييد کړې او وايي چي بريدکوونکي تښتېدلي دي .


د کندهار ولايت مقام د پېښي عاملين د سولي او اسلام د دښمنان بللي او دا پېښه يې غندلې ده او وايي چي د عاملينو د نيول کېدو هڅي يې پيل کړيدي .


د يادوني وړ ده چي په کندهار کي ددغسي وژنو شمېر تر پنځه سوه اوښتئ دی خو دولت په دې کي پاته راغلئ دی چي حتی د يوې دغسي پېښي عاملين دي هم ونيسي .

Copyright Larawbar 2007-2024