کور / سپورټي / روزګان:د کرکيټ لومړنئ تورنمنټ پای ته ورسېدئ

روزګان:د کرکيټ لومړنئ تورنمنټ پای ته ورسېدئ

په ارزګان ولایت کی د کرکت سیالیو لمړنی پیل شوی تورنمیت دعزیزی بانک د لوبډلی په کټه پای ته ورسیده.
دا لمړی ځل دی چی په ارزګان ولایت کی د دغه ولایت د سپورت او بدنی روزنی د امریت لخوا د کرکت سیالی پيل سوي دي .


 په دی سیالیو کی د ارزګان ولایت د ارزګان د کرکت تیم ، ترینګوټ ، معارف ، عزیزی بانګ، دعامی روغتیا ریاست د کرکت،او دهراود ولسوالی ، دهراود کرکت لوبډلی ګډون کړی وو.
 


ددغه سیالیو مسول نوید احمد نور وایی چی په ارزګان کی که څه هم دا لمړی ځل دی چی ددغه ولایت تیمونه په خپلو کی دوستانه لوبی کوی خو زیاتوی چی زه دارزګان ولایت د کرکت په لوبډولو کی داوړتیا وینم چی په راتلونکی کی دنورو ولایتونو له کرکت لوبډلو سره سیالی وکړی.


 د نوید احمد نور په خبره چی کرکت ددغه شل اوریزه سیالو په جوړه ولو کی ورسره د ارزګان ولایت والی محمد عمر شیزاد او د مخدره موادو په وړاندی دمباریزی ریاست د سپورتی لباس اونورو برخوکی د پام وړ مرسته کړی ده.
 
دغه سیالیو چی پوره ۶ ورځی یی دوام وکړ پای لوبی ته دارزګان ، او عزیزی بانګ لوبډلولار پیداکړی وه
چی دارزګان ټیم خپلی سیالی لوبډلی ته یی ۷۵ هدف وټاګه ، چی عزیزی بانګ لوبډلی په ۱۲ اورونوکی ټاګل شوی هدف ته ورسیده  او ددغه ټورنمیت لمړی مقام یی خپل کړ.

د ارزګان والی محمد عمر شیرزاد وایی چی ډیر ژر به د سپورتی لوبو دودی او لاپرمختګ لپاره په ارزګان ولایت کی یو لوی لوبغاړی دځوانانو د سالمی ودی لپاره جوړ کړی.