ولسمشر کرزي د مراد شينواري ددرملني لپاره مرسته وکړه

د لراوبر اداره | جنوري 18th, 2012


د ولسمشر حامد کرزي په لارښوونه د مراد شینواري د درملنې لپاره مالي مرسته وشوه
افغان ولسمشر حامد کرزي وروسته له هغې چې د پښتو ژبې نومیالي شاعر او لیکوال امیر حمزه خان شینواري ځوې مراد شینواری د ناروغتیا خبر شو اسلام آباد کې افغان سفیر ښاغلي محمد عمر داودزي ته لارښوونه وکړه چې د نوموړي د درملنې لپاره مالي مرسته ورسره وکړي.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت کلتوري استاري ښاغلی زردشت شمس د مراد خان شينواري پوښتنې ته ورغی او د نوموړي کورنې ته يي د افغان  ولسمشر  او اسلام آباد کې د افغان سفیر ښې هیلې او پیرزوینې وړاندې کړې.



ښاغلي شمس د مراد شینواري مشر زوی سجاد شینواري سره د لیدنې په ترڅ کې د افغانستان د دولت له لوري  مراد شینواري د درملنې لپاره یو لک پاکستانې کلدارې ورکړې.


مراد شينواری د غزل بابا امير حمزه خان شينواري یواځنی زوی د پښتو ژبې وتلې شاعر او لیکوال دې او زیات شمیر چاپ شوي اثار لري.


سجاد شینواري د ولسمشر کرزي څخه ډیره مننه وکړه چې په سختو شیبو کې یې ددوی پوښتنه وکړه.


د یادونې وړ ده چې ښاغلې شمس تیره اونۍ د مراد شينواری  پوښتنې ته ورغلې وو او په کابل کې يي اړوند مقامات د هغه د ناروغۍ څخه خبر کړي وو.

Copyright Larawbar 2007-2024