افغان پوځي ۴ فرانسويان مړه او ۱۸ زخميان کړل
د افغانستان په ختيځ کي څو ګړۍ مخکي ۴ فرانسوي پوځيان د يوه افغان سرتيري لخوا په ډزو ووژل سول او لږ تر لږه ۱۸ نور فرانسويان زخميان سول ، پر فرانسويانو بريدکوونکی افغان چي د ملي اردو سرتيرئ و تر پېښي وروسته ژوندئ نيول سوئ دی . دا لومړئ ځل دی پر بهرنيو ځواکونو بريدکوونکی افغان سرتيرئ ژوندئ نيول کيږي . تر دې مخکي دغسي بريدکوونکي په تېښته بريالي سوي يا ځای پر ځای وژل سوي دي . د ۴ فرانسوي پوځيانو وژل کېدل د ايساف لخوا تاييد سوي دي خو د امريکايي پوځيانو په اړه تر اوسه ډېر جزيات ندي خپاره سوي .