کور / کتاب / شونډي پاڼي زړه د کاڼي

شونډي پاڼي زړه د کاڼي

( شونډى پانړى زړه دکانړى ) دښاغلى معزوريار د شعري ټولګي نوم دى ، دغه کتاب اوس په کوټه کي چاپ او خپورسوى دی چي دولس سوه اوه ويشت مخونه لري .


دا دښاغلى شفق العالم معذويار دريمه شعري مجموعه ده چي چاپيږي ، پخوا هم د نوموړي دوه نور شعرى ټولګي دتاتمول اوسکاسه په نوم خپرې سوي دي . 
ښاغلى معذوريار دجنوبى پښتونخوا يوازنى نابينا دپښتو ژبى شاعر دى چه په معذوره سترګو يې دپښتو خدمت ته  ملا تړلې او د قلم له لاري خپل قام ته خدمت کوي .


شونډي پاڼي زړه د کاڼي په کوټه ، لورالايي ، ږوب ، توبه ، ګلستان ، چمن ، کندهار او شاوخوا سيمو په کتاب پلورنځيو کي ترلاسه کيدای سي .