روزګان:دحج او اوقافو ريس په اداري فساد تورن سو

د لراوبر اداره | جنوري 25th, 2012


د ارزګان ولایت د حج او اوقافو ریس مولوی حمد الله د اداري فساد په تور څارنوالی ته معرفی شوی دی .
 
د روزګان ولايت څخه لراوبر ته په رسېدلې خبرپاڼه کي راغلي چي ددې ولايت د حج او اوقافو ريس مولوي حمدالله د اداري اصلاحاتو کميسون لخوا په اداري فساد تورن پيژندل سوئ او ددې ولايت د والي په امر د پلټنو د پاره څارنوالۍ ته ور پېژندل سوی دی . پر نوموړي تور دی چي تېر کال يې د حجيانو لپاره دخدمتونو په لړ کي درغلي کړېده .
 
د روزګان والي محمد عمر شیزاد وایي په دې په دی ولایت کی یې د اداري فساد په وړاندي کلکه مبارزه پیل کړې او  ټول هغه مامورین به څارنوالۍ ته ووپیژني چی په داري فساد ککړوي . نوموړئ وايي په دې ولايت کي يې د اداري اصلاحاتو په لړ کي تراوسه ۷ تنه مسلکي مامورين په دندو ګمارلي دي .


د حج او اوقافو ريس تر نيولو وړاندي په دې ولايت کي دوه نور جګ پوړي مامورين هم د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل سوي وو .

Copyright Larawbar 2007-2024