کور / هستوي فزيک / آیا پوهیدئ ؟ لسمه پرله پسې برخه

آیا پوهیدئ ؟ لسمه پرله پسې برخه

1. چې د کیلې ونه په اصل کې ونه نده بلکې بوټی ده.
2. چې د هندوانو درمسال په پخوا وختونو کې د بانکي خدمتونو لپاره کارول کیده.
3. چې د نړۍ تر ټولو ستره بانکي غلا یو ملیارډ ډالره وه چې په ۲۰۰۳ کې د بغداد له مرکزی بانک نه وشوه.
4. چې په پخوا زمانو کې نایان جراحان او د غاښو ډاکټران هم ول.
5. چې د کرم په خوړلو په هغه کې تر شته انرژي ډیره مصرفیږئ.
6. چې کاناډا د خپلو وګړو تر ضرورت ډیره غله تولیدوئ.
7. چې اوښان د شږوباد څخه د مصؤونیت لپاره د سترګو دری پوستکي لرئ.
8. چي د نور چټکتیا په طبعیت کې د چټکتیا روستی حد دی.
9. چې یوری ګاګارین لمړی انسان وؤ چې فضا ته وخوت.
10. چې په نړۍ کې د انرژي لس ډوله چینې شته.
11. چې تیل د انسانانو او حیواناتو د هډوکو له فوسیلونو څخه مینځ ته راځي.
12. چې ستاسو ویښتان په کال کې تر ۵ اینچه پورې اوږدیدلای شئ.
13. چې ستاسو نوکان په کال کې تر ۲ اینچه پورې اوږدیدلای شئ.
14. چې د انسان تر ټولو پخوانی فوسیل چې تر اوسه موندل شوئ ۷۰۰ ملیونه کالن دئ.
15. چې غوماشې ۴۷ غاښونه لرئ.
16. چې اوکسیجن، هایدروجن، کاربن او نایتروجن د انسان د اوجود ۹۰٪ جوړوئ.
17. چې چیټا (پړانګ ته ورته حیوان) تر ۷۰ کیلومټره په دریو ثانیو کئې چټکتیا اخیستلی شئ.
18. چې د DELL کامپیوټرونو لمړی تجارتی اعلان د پیزا پر پوښ لیکلی شوئ وؤ.
19. چې که په DNA کې ټول شته مالومات په کتابونو که ولیکل شي او بیا دا کتابونه یو پر بل کیښودل شي نو ۷۰ مټره به لوړه شئ.
20. چې ساینس پوهان تر اوسه پورې هم د جینونو په ۵۰٪ وظایفو نه پوهیږئ.