طالبانو د ملي امنيت لخوا د بريدګرو نيولو ادعا رد کړه
طالبانو د ملي امنيت هغه ادعا رد کړه چي ګواکي دوی دکابل جلال اباد په لاره دلغمان دقرغي ولسوالۍ په سيمه کې يې هغه څوتنه نيولي چې غوښتل یې ددغې لارې په اوږدو کې ځانمرګي بريدونه ترسره کړي .
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد په وينا دا يوه ډرامه چي رسنيو ته يو څو کسان په دې نامه ورښکاره کړي چي ګواکي بريدکوونکي يې نيولي دي او نوموړئ دا کار د هغو کمونسټانو توطيه او پروګانډ بولي چي دده په وينا دمجاهدينو او مسلمانانو په وړاندې په توطئه جوړونه او پروپاګند کې اوږده سابقه لري
په خبرپاڼه کي راغلي چي په تيرو څلورويشتو ساعتونوکې په ننګرهار، لغمان اوهرات ولایتونوکې د طالبانو هيڅ يو کس نه دی نيول سوئ .