د ايټاليا پارلمان ددفاعي کميسون غړي د محقق ورتګ وغندئ

د لراوبر اداره | مارچ 29th, 2012


د کابل پريس د خبر له مخيد ايټاليا د IDV ګوند او د ايټاليا د پارلمان د دفاعي کميسون غړي آگوستو دی ستانیسلو ايټاليا حاجي محمد محقق د نړۍ د بدنامو جنايتکاره سازمان مشر وباله او ايټالیا ته دهغه ورتګ يې د شرم څخه ډک عمل وباله .
ددې خبر پر اساس ويل سوي دي چي محقق د ايټاليا د نژادپرستانو په بلنه پلازمېني روم ته سفر کوي خو ددې هيواد د بشري حقونو مدافع ډلو يې له سفر سره مخالفت څرګند کړئ دی .
د يادوني وړ ده چي د حزب وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق ، د ملی امنيت پخوانی ريس امرالله صالح او د ملي جبهې او نظار شورا يو شمېر نور لوړ رتبه غړو تېره اوونۍ هالنډ او يو شمېر نورو اروپايي هيوادونو ته غير رسمي سفرونه کړي وو .
د نظارشورا او ملي جبهې لخوا لومړنۍ پټه غونډه تېره مياشت په برلين کي د افغانستان د فدرالي کېدو په اړه ترسره سوه چي په افغانستان کي دننه او بهر د افغانانو د سخت مخالفت سره مخامخ سول .
اوس ويل کيږي چي ملي جبهې په يو شمېر اروپايي هيوادونو کي د خپلو دفترونو په پرانستلو شروع کړېده خو د وروستيو پټو غونډو په اړه يې پوره جزيات نه دي خپاره سوي .


 

«

Copyright Larawbar 2007-2024