کندهار : ٢ وسله وال نيول سوي او ٢ وژل سوي

عطاالله محمدي | مارچ 30th, 2012


د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په شاه وليکوټ اولسوالي کي ئې يوشمېر عمليات کړي چي په پايله کي ئې يو وسله وال وژل سوى ا و يو ژوندى نيول سوى.
چارواکي وايي چي دا عمليات ئې د يادي اولسوالۍ په پيريانو او يتيمانو کلي کي تېره شپه کړي.
چارواکي همدا ډول زياتوي چي په دې عملياتو کي ئې يوشمېر وسلې او مهمات هم نيولي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.

Copyright Larawbar 2007-2024