کور / سپورټي / د ۱۹کلنو لوبډلې د ټاکلو په موخه رونیز کمپ پیلیږي

د ۱۹کلنو لوبډلې د ټاکلو په موخه رونیز کمپ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې لوبغاړو ته سبا د ثور میاشتې په اتلسمه نیټه، د ننګرهار په نړیوال کرکټ لوبغالي کی روزنیز کمپ پیلیږي .

د افغانستان نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډله په اسیایي جام کې د لوبیدو لپاره د چمتوالي په درشل کې ده ، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون اته هیوادونه برخه اخلي چې څلور یې د کرکټ نړیوالې شورا پوره غړیتوب لري .

د کرکټ نړیوالې شورا د پوره غړیتوب لرونکو هیوادونو سره د لوبې ترسره کولو په موخه زیاتو تمریناتو او ذهني ارامتیا ته اړتیا لیدل کیږي نو له همدې امله کرکټ بورډ غواړي د خپلې لوبدلې لپاره تمرینات پیل کړي.

په دغه روزنیز کمپ کې ۳۰ تنه لوبغاړي برخه اخلي چې ۱۶ تنه یې د نولس کلنو ځوانانو لوبډلې پخواني لوبغاړي، ۴ تنه د شپاړس کلنو ځوانو لوبډلې لوبغاړي او لس تنه نور هغه لوبغاړي دي چې په ولایتي سیالیو ښه ځلیدلي دي .

د اسیایي جام سیالیو لپاره د نولس کلنو ځوانو لوبډلې روزنه عبدالولي امین په غاړه لري .

په دغه روزنیز کمپ کې لوبغاړي په دوو ګروپونو ویشل کیږي او څلور خپلمنځي لوبې به سره ترسره کړي چې په پای کې به یې ۱۵ تنه پیاوړي لوبغ ړي د لوبډلې لپاره و ټاکل شي .

هغه لوبغاړي چې په روزنیز کمپ کې برخه اخلي په لاندې دول دي:

جاوید احمدي ، رحمت شاه،ناصرجمال،افسر ځاځی، نجیب الله ځدران، نورالحق ملکزی ،محیب الله اوریاخیل، سعید احمد شیرزاد،افتاب علم،محمد یمین احمدزی،یونس خان احمدزی،حشمت الله شاهدي، فرید احمد ملک، شرف الدین اشرف، نسیم الله بړیس، شوکت زمان، عبدالرشید ناصري، ضیاالحق عیسی خیل، دواد احمدزی،عبدالرحیم منګل،قاري فطرت، نوین خان، پرویز ملکزی، حنیف ځدران، فیصل خان، جاوید احمدزی، نسیم دولتزی ،ضیاالحق خروټي، امان امین، افضل ځاځی.

د یادونې وړ ده چې د نولس کلنو ځوانانو اسیایي جام سیالۍ د جون میاشتې په ۲۳ نیټه، په مالیزیا کې پیلیږي او د جولای میاشتې تر لومړۍ نیټې به دوام وکړي په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون اته هیوادونه برخه اخلي چې عبارت دي له ، افغانستان ، پاکستان، هندوستان، سریلانکا، بنګلدیش ، نیپال، قطر او مالیزیا.