کور / سپورټي / نوروزمنګل: د۲۰۱۲ په شل اوريزو کي ښه لوبه کوو

نوروزمنګل: د۲۰۱۲ په شل اوريزو کي ښه لوبه کوو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان نوروز منګل وایي هغه نیمګړتیاوې به بیا په تکرار نه کړي چې په تیر نړیوال جام کې یې لرلې


منګل وایي په وخت ویست انډیز ته نه رسیدل، له نړیوالو لوبډلو سره نه بلدتیا، په ژوندۍ بڼه تلویزیون کې خپریدونکو لوبو کې د لومړي ځل لپاره لوبیدل هغه ستونزې وې چې دوۍ په نړیوال جام کې ورسره مخامخ شوه.


د  منګل په وینا د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوس د پخوا په پرتله ډیره تجربه لري  او د نړۍ د پیاوړو لوبډلو سره د لوبې کولو جوګه ده .


نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې تیر ځل افغانستان د هندوستان لوبډلې له لورې ماتې وخوړه او دا ځل هم په نړیوال جام کې لوبډله لومړۍ له هندوستان سره مخامخ کیږي څومره ډاډه یاست چې دا ځل به ښه لوبه وکړۍ؟


نوموړي وویل که څه هم چې هندوستان او انګلستان په کرکټ کې د لسیزو تجربه لري خو د افغانستان ملي لوبډله هم له چا کمه نه ده او  دا ځل لوبه کول به له تیرو لوبو سره توپیر لري ، مونږ به هڅه وکړو ښه لوبه ترسره کړو ځکه اوس پیاوړي روزونکي له ځان سره لرو .


نوموړی وایي کله چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان ملي لوبډلې نړیوالو شل اوریزو سیالیو ته لاره ومونده داسې فکر کیده چې افغانستان په خپل استعداد نه بلکې د یو چانس له مخې نړیوال جام ته لاړ، خو دا یو چانس نه بلکې افغان لوبغاړو د دې پوره وړتیا لرله چې په نړیوال جام سیالیو کې ولوبیږي چې د دې خبرې ښه ثبوت د دوهم ځل لپاره نړیوال جام ته د افغانستان لوبډلې لارموندل دي .


منګل زیاتوي د لومړي ځل لپاره په نړیوال جام کې د افغانستان لوبیدل د ټولو لپاره یوه نوې خبره وه خو دا ځل انشاالله لوبغاړي له پوره چمتوالي او بلدتیا سره په نړیوال جام کې د لوبیدو تکل لري .


منګل وایي د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هڅه کوي چې په خپلو بریاوو سره د جنګ څپلي افغانستان په ټپونو پتۍ ولګوي او  خپلو خلکو ته د خوښیو او بریاوو نوي زیري ور په برخه کړي .


که تیرو څوکلونو ته وګورو د کرکټ په برخه کې د پام وړ تغیرات ترسترګو کیږي او دا لړۍ د پخوا په پرتله اوس ډیره پیاوړې شوې ده .


د افغانستان کرکټ په اړه نړیوال کرکټ څیړونکي هم مثبت نظرونه لري او د دغه هیواد د کرکټ راتلونکې روښانه بولي.


د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکتر حامد شینواری وایي د ۲۰۱۲ کال تر نړیوالو شل اوریزو سیالیو وړاندې به لوبډلې ته په کابل او ننګرهار کې روزنیز کمپونه برابر شي څو لوبډله په پوره چمتوالي سره په نړیوال جام کې ګډون وکړي .


شینواری وایي د افغانستان کرکټ بورډ هڅه کوي څو له نړیوالو جام سیالیو وړاندې ملي لوبډلې ته له نړیوالو لوبډلو سره د لوبو کولو موکه برابره کړي


د شینواري په وینا لوبډله به تر نړیوال جام وړاندې سریلانکا ته واستول شي څو له چاپیریال او هوا سره ځان بلد کړي.