کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٤م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٤م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٩٤م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٢٠١:- د انصاف يو ساعت تر اويا کالو عبادت ښه دئ.
٢٠٢:- غيرت الله پاک ته محبوب دئ.
٢٠٣:- تر بخيلۍ بد مرض نسته.
٢٠٤:- درې شيان پر مسلمان لازم دي:
لومړى: د جمعې په ورځ غسل کول
دوهم: مسواک وهل
دريم: خوشبويي لګول
٢٠٥: -د هر امت له پاره يوه فتنه وي زما د امت فتنه مال يعني دولت دئ.
٢٠٦:- غوره کور هغه دئ چي په هغه کي د يتيم احترام کېږي.
٢٠٧:- تر ټولو ښه انسان هغه دئ چي عمر ئې ډېر او اعمال ئې ښه وي او تر ټولو بد انسان هغه دئ چي عمر ئې ډېر خو اعمال ئې بد وي.
٢٠٨:- غيبت تر زنا بد کار دئ.
٢٠٩:- په عمارتونو کي حرام مال مصرفول د بنياد خرابي ده.
٢١٠:- د هر ژوندي سره احسان کول ثواب لري.
نور بيا……………….