کور / سپورټي / په جلال اباد کي د شهيد منان جام سيالۍ رواني دي

په جلال اباد کي د شهيد منان جام سيالۍ رواني دي

په جلااباد ښارکې دشهيدمنان جام سيالۍ په دوه برياوو سره پرمخ ولاړې .
دکرکټ بورډ دختيځ زون لوى امريت دننګرهار استازى طيب اخونزاده وايي د يکشنبې ورځې په سياليو کې اريانا،خراسان او افغان چيتا سوپرسټار لوبډلو ته ماتې ورکړه .
نوموړى زياتوي په لومړۍ لوبه کې خراسان لوبډلې لومړى توپ وهنه وکړه او اريانا لوبډلې ته يې شپيته منډې هدف وټاکه چې په ځواب کې اريانا لوبډلې وکولاى شول ټاکل شوى هدف د درې لوبغاړو په سوزيدو سره پوره کړي .
اخونزاده وايي په دغه لوبه کې دخراسان لوبډلې لوبغاړى عبدالواحيد چې په څلور اورونوکې څلور لوبغاړي سوزولي وو،دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
دهمدغه سياليو په دوهمه لوبه کې بيا سوپرسټارلوبډلې لومړى توپ وهنه وکړه اوپه ټاکلي شل اورونو کې يوسلو اتلس منډې ترسره کړي .
دکرکټ بورډ دختيځ زون دننګرهار استازى طيب اخونزاده وايي په ځواب کې دافغان چيتا لوبډلې وکولاى شول چې ټاکل شوى هدف په شپاړسم اور کې د دوه لوبغاړو په سوزيدو سره پوره کړي .
هغه زياتوي په دغه لوبه کې ولي خان چې په څلورو اورونو کې دوه لوبغاړي سوزولې و،او په توپ وهنه کې يوويشت منډې هم کړې وې دلوبې غوره لوبغاړى ونومول شو.
ټاکل شوې چې ددغه لوبوپه ترڅ کې چې دجلااباد ښارپه سراج العمارت بڼ کې ترسره کيږي اريانا لوبډله دسوپرسټار او خراسان دافغان چيتا لوبډلې په وړاندې دلوبې ډګر ته ووځي .
يادې سيالۍ دننګرهار ملي راډيوتلويزيون له لورې په ژوندۍ بڼه خپريږي .