کور / اسلامي / د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٥ م سوغات

د نبي (ع) ويناوي د لراوبر ٩٥ م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ٩٥م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٢١١:- تاسو خپل ځانونه د بدګمانۍ څخه وساتئ.
٢١٢:- سهار بېده کېدل په رزق کي کموالى راولي.
٢١٣:- د ښه کار انتهاء تر ابتداء غوره وي.
٢١٤:- پټه خوله يا خاموشي ډېر لوى حکمت دئ.
٢١٥:- په بدو خصلتو کي دوه ډېر بد دي:
لومړى: ډېره بخيلي.
دوهم: زيات بې زړه توب.
٢١٦:- حيا او کم ويل د ايمان نښه ده.
٢١٧:- ژړا زړه روښانه کوي.
٢١٨:- د الله پاک جل جلاله رضاء د مور او پلار په رضا کي ده او د هغه قهر او قضب د مور او پلار په قهر او غضب کي دي.
٢١٩:- دنيا دولت ده او په دولت کي ښه شى ښځه ده.
٢٢٠:- څوک چي نورو ته د ښه کار ترغيب ورکوي هغه ته دونه ثواب ورکول کېږي څونه چي نيکي کوونکي ته ورکول کېږي.
نور بيا……………………