کور / سپورټي / کندهار د لومړۍ درجې کرکټ سياليو کي پاى لوبي ته لاره پيدا کړه

کندهار د لومړۍ درجې کرکټ سياليو کي پاى لوبي ته لاره پيدا کړه

د افغانستان د کرکټ بورډ لخوا په ننګرهار او کابل کي د ګرېډ ون يا لومړۍ درجې ولايتونو ترمنځ د کرکټ په پيل سوي ټورنامينټ کي کندهار تېره ورځ کونړ ته په نيمه پايلوبه کي ماته ورکړه او فاينل ته ووتى.
کندهار به نن فاينل لوبه په کابل لوبغالي کي د کابل کوربه لوبډلي په وړاندي تر سره کړي او د کپ ګټلو په موخه به خپلو تخنيکونو او تجاربو څخه استفاده کوي.
کندهار ولايت د تيري ورځي په لوبه کي د پچې تر ګټلو وروسته د منډي جوړولو يا بيټنګ پرېکړه وکړه او په ټاکل سوو پنځوسو اوورونو کي يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو کونړ لوبډلي ته ٢٥٠ منډي هدف وټاکه.
د کندهار له لوري محمد سميع اغا سليزه ووهل او تر ټولو زياتي ١١٢ منډي يې جوړي کړې پداسي حال کي چي يوازي يوه بل ملګري يې ورسره منډي تر پنځوسو واړولې.
د کونړ لوبډله هدف ته د رسېدو په لاره کي له خورا زياتو ستونزو سره مخ سوه چي بلاخره ټوله لوبډله يې په ٢٤ اوورونو کي د ١٠٠ منډو څخه وروسته وسوځېده او د ١٥٠ منډو په توپير سره يې لوبه کندهار ته بايلل.
کندهار په دې بريا سره وکولاى سواى چي د ګرېډ ون سياليو پايلوبي ته ځان ورسوي اويو ځل بيا خپلي وړتياوي او مهارتونه افغانانو او نړيوالو ته وښيي.
محمد سمېع اغا چي په لوبه کي يې سليزه وهلې وه د لوبي د غوره لوبغاړي په توګه اعلان سو.
بايد وويل سي چي کندهار لوبډلي له دې وړاندي د افغانستان په کچه د ګرېډ ټو سيالۍ هم ګټلي وې او د اتلولۍ کپ يې کندهار ته تر لاسه کړى و.