کور / سپورټي / قرار عزيزي د ننګرهار ولايت مقام په ستاينليک وستايه

قرار عزيزي د ننګرهار ولايت مقام په ستاينليک وستايه

دننګرهار ولايت مقام له لورې دکرکټ بورډ دسپين غر زون مشر ته داتل ځوان لقب او تقديرنامه ورکړل شوه .
په همدې موخه دولايت مقام کې په جوړه شوې غونډه کې ددې ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال سربېره دټولو ادارو رئيسان اومسؤلينو ګډون کړى وو.
دولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال وويل دکرکټ بورډ دختيځ زون مشرقرارعزيزي نه يواځې چې په ختيځه سيمه کې کرکټ ته وده ورکړې بلکې دخيريه ټولنې په جوړلو سره يې دننګرهار په ولايت کې خورا زيات خيريه کارونه کړي او ديوې راډيو په جوړلو سره يې فرهنګي فعاليتونه هم ترسره کړي،چې دولايت مقام ترې مننه کوي او په همدې موخه نوموړې ته داتل ځوان لقب ورکوي او دستايلنيک په ورکړې وياړي .
دننګرهار مرستيال والي وويل چې داتل ځوان لقب او دولايت مقام ستايلنيک يې دسلاکار وزير اوننګرهار والي ګل اغاشيرزي په امر دکرکټ بورډ دختيځ زون مشر قرارعزيزي ته ورکړ .
هغه زياته کړه چې ديواتل ځوان په حيث به نوموړي ته له دې وروسته دولايت په کچه په مهمو غونډو کې برخه ورکړي ترڅو ديوه فعاله ځوان په حيث دځوانانو استازولي وکړي .
دکرکټ بورډ دختيځ زون مشر قرارعزيزي دولايت مقام ددغه سترباور (اتل ځوان ) چې دمشرانو جرګې مقام،ولايت مقام او معارف رياست لخوا ورکړل شوى مننه وکړه او زياته يې کړه چې هڅه به وکړي ترڅو ديوه اتل ځوان په حيث په ټولنه کې مثبت رول ولوبوي .
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې دننګرهار معارف رياست او تېره ورځ دافغانستان دمشرانو جرګې مقام هم دکرکټ بورډ دختيځ زون مشر ته داتل ځوان لقب اوتقديرنامې ورکړل شوې وې .